Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د موازي حکومت جوړولو ګواښ د قانون نقض دی

admin by admin
2020/02/19

د موازې حکومت جوړولو ګواښ د اساسي قانون ښکاره نقض دی.

حقوق پوهان وايي، د جزا قانون په اساس هغو کسانو ته مجازات ورکول کیږي چې په غیر قانوني کړنو سره په خلکو کې ویره خپروي .

د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو پر اساس د رامنځ ته شوي حکومت په موجودیت کې د بل حکومت د جوړولو ګواښ سراحتا د قانون خلاف کار دی .

په جزا قانون کې هغو کسانو ته د سزا وړاندوینه شوې چې د ملي ګټو پرضد او له غیرقانوني  کړنو په ترسره کولو عامه اذهان مخشوش کړي .

حقوق پوه سبحان الله مصباح داسې وویل (( د موازي حکومت جوړل په هیڅ عنوان حقوقي ځای نه‌لري. د ټاکنو نوماندانو چې د اساسي قانون د ۳۳مې مادې په اساس حق ورکړل شوی ولسمشرۍ ته یې ځانونه نومولي خو ټاکنو کې ګټونکي شوي نه دي. دوی چې اوس په دا ډول ګواښونو چې موازي حکومت جوړوي په خلکو کې ویره او تشویش ایجادوي دا کار په ښکاره د اساسي قانون نقض دی او د جزا په کود کې ورته جزا ټاکل شوې ده.))

له دې سره په ټاکنو د څار فیفا بنسټ مشر یوسف رشید داسې وویل (( د موازي حکومت جوړول نه کوم قانوني جنبه لري او نه د حل لاره ده. مهمه دا ده چې دوی یو بل سره څنګه کیني، بالاخره جوړجاړی وکړي او یو سیاسي تفاهم رامنځته شي .))

پر ټاکنو د څار بنسټونه، ټاکنیز ټکټونه د ټاکنو پروسې مهم شریکان ګڼي چې په خبره یې همدوی دي چې دغه پروسه سمې او ناسمې خواته بیايي او د خپلسرو حکومتونو اعلان د هیواد په ګټه نه بولي .

دوی له سیاسیونو غواړي چې د بحران د مخنیوي او رامنځ ته شوي کړکیچ دحل لپاره کار وکړي .

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي د ټول شموله په نوم د موازې حکومت  جوړولو ګواښ د ټولو قوانینو خلاف یادوي او وايي له اخلاقي پلوه هم په یوه  منلې او واحده جغرافیه کې ددوه حکومتونو موجودیت ناممکن دی .

له هغې وروسته چې ټاکنو کمیسیون ولسمشر محمد اشرف غني یوځل بیا دټاکنو ګټونکی اعلان کړ ، عبدالله عبدالله دغه پایلې ونه منلې او د همه شموله په نوم د موازي حکومت د رامنځ ته کولو ګواښ یې وکړ .

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist