طالبانو په کندز کې د پوځ پر پوسته برید کړې چې مرګ ژوبله لري.
یوې سرچینې شمشاد ته وویل چې تېره شپه طالبانو د کندز ښار اړوند شوره خاک سیمه کې د اردو پر پوسته برید کړی.
سرچینه وایي چې په برید کې ۱۳ سرتیري وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
په کندز کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې ۱۱ سرتیري وژل شوي او دوه ټپيان دي.
طالبان بیا وایي چې په دغه برید کې یي ۱۹ سرتیري وژلي او ۴ ټانکونه یي ویجاړ کړي دي.