Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو سره د هوکړې یو بند هم بې شرطه نه دی

admin by admin
2020/02/15

ولسمشر غني د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډو کې د نړۍ یو شمېر مشرانو سره لیده کاته کړي.

ولسمشر غني، د مونیخ نړیوالې امنیتي ناستې په څنډه کې د ناټو سرمنشي، د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د قزاقستان او اذربایجان له ولسمشرانو سره لیدلي دي.

د ناټو سرمنشي ویلي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او مرستې کولو لپاره د دوی ژمنې پر خپل ځای دي او د دوی ماموریت دوام لري.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو بیا ولسمشر غني ته ویلي  چې له طالبانو سره هوکړه به په راتلونکو اونیو کې وروستۍ شي، چې هیڅ بند پکې بې شرطه نه دی.

ولسمشر غني، د مونیخ ۵۶ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ناټو له سرمنشي سره لیدلي او د افغان سولې سربېره یې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په تړاو بحث کړی.

 له ارګ څخه خپره وې اعلامیه کې داسې راغلي (( ولسمشر سره په لېدنه کې د ناټو سازمان سکرتر جنرال وویل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او مرستې کولو لپاره د دوی تعهد او ملاتړ پرخپل ځای دی او په دې برخه کې به د دوی ماموریت ادامه ولري.

ینس سټولټنبرګ وویل، موږ د افغانستان دولت په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوو.))

ولسمشر غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو او د دفاع وزیر مارک اسپر سره هم لیدلي دي.

دغه لیدنه کې د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم شتون درلود.

له ارګ څخه خپره شوې اعلامیه کې داسې راغلي (( په دې کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو څرګنده کړه، له طالبانو سره توافق چې احتمالا به په راتلونکو اونیو کې نهایي شي، مشروطه منځپانګه لري.

هغوی وویل، د توافقنامې هیڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، اما واقعیت او اصل موضوع داده چې هغوی حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي او په کثرت ګرا ټولنه اعتراف کوي.))

ولسمشر غني دغه راز د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د قزاقستان او اذربایجان له ولسمشرانو سره هم لیدلي دي.

د قزاقستان ولسمشر ویلي، د افغانستان ثبات او اقتصادي انکشاف زموږ لپاره مهم دی او د افغانستان د سولې او هوساینې لپاره د بین المللي ټولنې د ټولو هڅو ملاتړ کوو.

ولسمشر غني بیا د اذربایجان له ولسمشر سره د ترانزیت، دوه اړخیزو همکاریو او د نفتو د پېرېدنې لپاره د دولت په دولت تړون په اړه بحث او خبرې وکړې.

 ولسمشر غني د هالنډ لومړي وزیر سره په لیدنه کې دواړو خواوو ټینګار وکړ، چې طالبان باید د سولې لپاره د افغانانو غوښتنه ومني او دغه پروسه باید د افغان دولت پر مالکیت او رهبرۍ ترسره شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist