Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سیګار: د طالبانو بریدونه په بې سارې توګه زیات شوي

admin by admin
2020/02/03

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار ویلي، د  ۲۰۱۸ م کال د وروستیو درېیو میاشتو په پرتله ۲۰۱۹ م کال کې د طالبانو بریدونه ۱۷ سلنه زیات شوي دي.

د سیګار د راپور له مخې طالبانو د ۲۰۱۹ په وروستیو درېیو میاشتو کې ۸۲۰۴ بریدونه کړي چې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښکاره کوي.

د سیګار راپور له مخې د ۲۰۱۸ په وروستیو درېیو میاشتو کې طالبانو ۶۹۷۴ بریدونه کړي دي.

سیګار زیاته کړې چې د طالبانو بریدونه له ۲۰۱۰ کال راپه دېخوا بې سارې دي.

د سیګار راپور پر بنسټ ۲۰۱۸ م کال کې افغان حکومت اته ولسوالۍ له لاسه ورکړې چې ولکه یې ۵۳.۸ سلنې ته راکمه کړه.

راپور زیاته کړې اوسمهال ۱۲.۳ سلنه ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي او ۳۳.۹ سلنه کې بیا دواړه خواوې ځای ځای ولکه لري.

افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو د درېدو غوښتنه

مخکني ولسمشر حامد کرزي له خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې پروسه کې د امریکا د هڅو پر لا زیات جدیت او چټکتیا ټینګار کړی او له امریکایي لوري یې غوښتي چې افغانستان کې خپل نظامي عملیات بند کړي.

سره له دې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د خلیلزاد له قوله ویلي، له طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، خو  د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي، خلیلزاد له کرزي سره په لیدنه کې د سولې په خبرو کې له پرمختګه خوښي ښودلې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې د کابل په سفر بوخت دی له ولسمشر غني، مخکني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله او افغان سیاستوالو سره ناستې کړي دي.

د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، خلیلزاد افغانستان کې د سولې په پروسه کې له پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې له طالبانو سره به هوکړې ته ورسېږي.

حامد کرزي د سولې پروسه کې د امریکا د هڅو پر لا زیات جدیت او سرعت ټینګار کړی او له امریکا یي غوښتي چې افغانستان کې خپل نظامي عملیات بند کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist