Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سیګار: طالبانو د تېر کال وروستۍ ربع کې ۸۲۰۰ بریدونه کړي

admin by admin
2020/01/31

طالبانو د ۲۰۱۹ کال په درېيمه ربع کې بېساري بريدونه کړي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د څار ځانګړې اداره يا سيګار وايي، طالبانو د ۲۰۱۹ کال په وروستيو درې مياشتو کې پر افغان امنيتي او نړيوالو ځواکونو سر بېره پر ملکيانو ۸۲۰۰ بريدونه کړي.

د سيګار د راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو بريدونو کې د تېرو کلونو په پرتله شپږ سلنه زياتوالی راغلی و.

سيګار په داسې مهال کې د طالبانو د بريدو له زياتوالي خبر ورکوي، چې قطر کې د امريکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې يوه ګونګ حالت کې قرار لري.

د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا د څار ځانګړې اداره يا سيګار وايي، طالبانو او نورو وسله والو ډلو د ۲۰۱۹ کال په وروستۍ ربع کې د نورو کلونو په پرتله زيات بريدونه تر سره کړي دي.

سيګار وايي، طالبانو د ۲۰۱۹ کال په وروستيو درې مياشتو کې د افغان امنيتي او امريکايي ځواکونو سر بېره پر ملکيانو ۸۲۰۰ بريدونه کړي.

د سيګار راپور يوې برخه کې داسې راغلي  (( د ۲۰۱۹ کال د وروستيو درې مياشتو په لړ کې طالبانو او نورو ياغي ډلو د افغان امنيتي او امريکايي ځواکونو سر بېره پر ملکيانو ۸۲۰۰ بريدونه کړي دي، چې دا شمېره د ۲۰۱۰ کال راهيسې د هر کال د وروستيو درې مياشتو څخه زياته ده.))

سيګار همدا راز ويلي، چې په دغې موده کې د افغان امنيتي ځواکونو تلفات هم لوړ شوي دي.

د سيګار راپور کې ویل شوي (( د ۲۰۱۹ کال د وروستيو درې مياشتو په موده کې د افغان امنيتی ځواکونو تلفات هم مخ پر زياتېدو وو.))

سيګار دا راپور په داسې مهال کې خپروي، چې تازه د بښنې نړيوالې ادارې يا امنيسيټي ا نټرنشنل ويلي، چې افغانستان کې د جګړې بيه ملکيان پرې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist