ګوندونه او سیاسیون دې حکومت سره په ګډه د سولې لپاره کار وکړي.
سیاسي ګوندونه او رهبران دې د سولې برخه کې له افغان حکومت سره یوځای شي.
د افغانستان ژغورنې لپاره د سیاسي ګوند په شمول ځینو نورو ګوندونو غوښتنه وکړه چې د سولې په برخه کې دې ټولې هڅې له حکومت سره په همغږۍ ترسره شي.
د ځینو ګوندونو استازو پر کمېسیونونو هم نیوکې وکړې چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې پاتې راغلي او د هیواد اقتصاد یې له بحران سره مخ کړی.
د افغانستان ژغورنې سیاسي ګوند او نورو ګوندونو له سیاسي احزابو غوښتنه وکړه چې له شخصي ګټو تېر شي او د ملي ګټو لپاره دې حکومت سره یو ځای د سولې لپاره کار وکړي.
د افغانستان ژغورنې ګوند مشر سید جواد حسیني او د ګوند مرستیال د ګوندونو پر استازو نیوکې وکړې چې یو شمیر سیاسیون د خپلو ګټو لپاره د سولې پروسه له خڼد سره مخ کوي.
د وطن ګوند مشر جنرال مهمند کټوازي بیا ټینګار وکړ چې سوله دې د جګړې د ښکیلو خواوو ترمنځ وشي نه د له هغه سیاسیونو سره چې هڅه کوي د سولې د میز ترشا امتیاز ترلاسه کړي.
غونډه کې پر دواړو کمېسیونونو هم نیوکې وشوې چې د ټاکنو وروستیو پایلو په اعلان کې پاتې راغلي او د ټاکنو نامالوم برخلیک ځینوبرخو کې کارونه او پریکړې ټکنۍ کړي.