وروسته له هغې چې د پاکستان پولیسو د پښتونژغورنې غورځنګ مشر ونیو زرګونه افغانانو یې په ملاتړ لاریونونه وکړل.
د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو په ضد اعتراضي لاریونونه پيل شول.
خوست، کونړ، ننګرهار او پکتیکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیولو په غبرګون لاریونونه پیل شوي دي.
کابل کې بیا د پاکستان سفارت مخې ته خلکو خیمه درلولې او ګواښ یې کړی تر هغې یې نه ټولوي چې منظور پښتین نه وي خوشی شوی.
اخو د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې هم اعتراضي لاریونونه او غونډې دوام لري.
تیره ورځ ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، محمد حنیف اتمر او ګڼ شمير نورو سیاسیونو هم د منظور پښتین نیولو باندې خواشیني وښوده او له پاکستان یې وغوښتل چې نوموړی دې ازاد کړي.
د بښنې نړیوالې ادارې هم د پاکستان دغه عمل غندلی او د منظور پښتین د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
بلخوا پښتون سیاستوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي افراسیاب خټک د ولسمشر غني د ټويټ په ننګه ويلي، دا د ټولو اخلاقي او معنوي مسولیت دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي.
افراسیاب خټک شمشاد سره خبرو کې د منظور پښتین نیولو په تړاو وویل، موږ له خپلو غوښتنو نه په شاه کیږو او د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره منظور خوشي کړي.
خټک ویلي، په دا ډول نیولو دغورځنګ فعالیتونه نه کمزوري کیږي، د هغه په خبره د پاکستان سربیره د خیبر پښتونخوا بیلا بیلو سیمو کې لاریونونه روان دي او دا لړۍ به نوره هم پراخه شي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر غني د ټویټ په تړاو غبرګون ښودلی او دا یې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه یاده کړې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، دا د ښه ګاونډیتوب نښې نه دي او ښو اړیکو وده کې مرسته نه شي کولی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لیکلي، دوی له افغانستان سره داسې ملګرتیا غواړي چې دواړه هېوادونه د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.