Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو کندز کې اته سرتېري وژلي

admin by admin
2020/01/21

طالبانو د کندز علي  اباد ولسوالۍ کې اته سرتیري وژلي دي.

یوې امنیتی سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط شمشاد ته وویل، برید  تیره شپه د علي اباد  ولسوالۍ کوچه قضاق سیمه کې شوی دی.

سرچېنې ویلي، د طالبانو برید کې درې نور امنیتي سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د کندز سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ویل کیږي چې د افغان سرتیرو په ځوابي برید کې د طالبانو د لیزري قطعي یو مهم غړی هم وژل شوی 

طالبانو بیا افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې او وايي، د دوی ملګرو ته زیان نه دی اوښتی.

قطر کې د سولې خبرې 

طالبان وايي، قطر کې د دوی چارواکو او امریکايي لوري ترمنځ د راتلونکو  اقداماتو په اړه تفصیلي خبرې کړي دي.

د طالبانو په لیکنه، د دوی درې کسیز پلاوي مشرانو ملا برادر ، شیر عباس ستانکزي او مولوي امیر خان متقي له خلیل زاد او جنرال سکاټ میلر سره تفصیلي خبرې کړي دي.

دا چې راتلونکي اقدامات به څه وي طالبانو یې په اړه ډیرجزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي د مذاکراتي ټیمونو ګډ مجلسونه به نن هم دوام وکړي.

ټاکل شوې وه چې د روان میلادي کال له پیل سره سم د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي خو د اوربند پر سر اختلاف دغه هوکړه ځنډولې ده.

اوس تازه طالبانو ویلي چې د روانې میاشتې تر پایه ښایي دواړه لوري هوکړه لاسلیک کړي. 

له دې سره سم واشنګټن  ټایمز خبر ورکړی چې ایران به هڅه وکړي چې د طالبانو او ایران پلوه وسله والو پر مټ امریکا په افغانستان کې ماته کړي

واشنګټن ټایمز امریکایي نشریه په خپل یو مطلب کې لیکي، د سرچینې په خبره همدا اوس طالبان په مشهد او د ایران په ځینو نورو برخو کې مرکزونه لري، د کوټې له طالبانو سره مستقیمه اړیکه لري او ان داسې ګومان کېږي چې ایران طالبانو ته ځینې عملیات هم پلانوي.

واشنګټن ټایمز لیکي چې طالبان د ایران له ملاتړه برخمن دي او دغه هېواد غواړي دوی د امریکا پر وړاندې ودروي.

په مطلب کې وړاندې راځي چې څومره له طالبانو سره د سولې هوکړه ځنډول کېږي دومره له دې فرصت ایران استفاده کوي او همدا اوس هم په دې لټه کې دی چې د سولې مخه ونیسي او له طالبانو سره اړیکې نږدې کړي

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist