Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج الدین حقاني: د نجونو زده کړې د ټولنې اړتیا ده

سراج الدین حقاني: د نجونو زده کړې د ټولنې اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/06

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو له پلاوي سره کتلي دي.

 د اسلامي همکاريو سازمان ویلي، پلاوي یې په دې کتنه کې د نور مسايلو ترڅنګ د نجونو پر زده‌کړو او د مېرمنو له پر کار او دغه راز په دې برخه کې د سرپرست حکومت له لوري په شویو پرمختګونو بحث او خبرې شوي.

یاد پلاوي زیاته کړې:« په دې کتنه کې په اسلام کې د زغم او اعتدال، د نجونو د زده‌کړو او د ښځو کار په اړه بحث او د نظرونو تبادله شول. زموږ پلاوي په دې برخو کې د افغانستان د اوسنيو چارواکو هڅې واوريدې.»

کورنيو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په دغه ناسته کې د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي ښځو ته د حقونو د ورکړې په برخه کې د سرپرست حکومت د ځينو فرمانونو هرکلی کړی او ټينکار يې کړی چې د نارينه‌وو ترڅنګ نجونو ته بايد د عصري زده‌کړو اساسي حق ورکړل شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« پلاوي د مېرمنو د حقونو په برخه کې د اسلامي امارت د ځينو فرمانونو ستاينه وکړه او په وينا يې ياد فرمانونه توانيدلي چې د ميراث او بدو کې د ورکړې په برخه کې په مېرمنو د ظلم او زياتي مخنيوی  کړی. ياد پلاوي غړو زده کړې د نارينه او ښځينه وو ګډ حق ياد کړ.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سرپرست وزیر سراج  الدین حقاني د نجونو زده‌کړې د افغاني تولنې اساسي اړتيا بللي او د دې ستونزې هواري د ډاډ ترڅنګ یې له پلاوي غوښتي چې په دې برخه کې له زغم او صبر کار واخلي.

حقاني زیاته کړې:« زده کړې د مسلمانانو شريکه اړتيا ده او زه له تاسې غواړم چې دې برخه کې له زغم او صبر کار واخلئ، د نجونو زده کړې زموږ د ټولنې اړتیا ده چې له شرايطو سره سم به دغه ستونزه هواره شي.»

سراج‌الدين حقاني ويلي، په حکومت کې دننه د ټولو شته نيمګړتياوو حل لپاره جدي هڅې روانې دي او حکومت د خلکو مشروع غوښتونو منلو ته ژمن دی.

هغه زیاتوي:« اسلامي امارت چې په کومه بڼه نړۍ ته تشرېح شوی، هسې نه بلکې  افغانان له خير او تعامل څخه ډک خلک دي. موږ د هرې مشروع نيمګړتيا د حل په موخه به خپلې هڅې جاري وساتو.»

د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو پلاوی تیره اوونۍ هيواد ته راغلی چې تردې دمه يې د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر، د کانو او پټرليم وزارت سرپرست شهاب الدين د لاور، د حج اوقافو سرپرست نور محمد ثاقب او د کورنيو چارو سرپرست سراج الدين حقاني سره ليدلي او پر  بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist