Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د مرغانو کاروباریان: په وروستیو کې مو کاروبار کمرنګه شوی

خوست کې د مرغانو کاروباریان: په وروستیو کې مو کاروبار کمرنګه شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/13

په خوست ولایت کې د مرغانو یو شمېر کاروباریان وايي، خراب اقتصادي وضعیت د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی دی او د پخوا  پرتله يې د مرغانو پلور کمرنګه شوی دی.

سلام خان چې د خوست ولایت مرکز اوسېدونکی دی، نږدې ۲۳ کاله کیږي چې د مرغانو د خرڅلاو له لارې د کور اړتیاوې پوره کوي، خو د نوموړي په خبره په وروستیو کې د خلکو خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی، چې کاروبار يې اغېزمن شي.

سلام خان زیاتوي:« له موږ سره د مرغیو بېلابېل ډولونه دي. ډولونه یې بیخي زیات دي. موږ له ۲۰ تر ۲۵ ډوله مرغۍ لرو.  مخکې له خلکو سره پيسې ډېرې وې خو اوس د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی او بازار مو ګمرنګه دی.»

په افغانستان کې له څو لسیزو جګړو څخه د ستومانه شویو ځینو افغانانو له پاره به له مرغانو سره وخت تېرول د خوښۍ یوه شیبه وي. خو د سلام خان په خبره، د خلکو دا شوق د جیب پر وزن پورې تړلی او د پخوا په پرتله ډېر کم رنګه شوی دی.

په ورته مهال په خوست کې د مرغانو یو شمېر نور کاروباریان هم د خلکو پر اقتصادي ستونزو سربېره د سرپرست حکومت لخوا د ښکار بندیز هم د دې لامل ګڼي، چې د پخوا په پرتله یې ګټه وټه کمه شي.

د مرغانو پلورونکی رحمن الله وايي:« خلک بې وزله دي، چې ښکار ونه کړي نور کاروبار هم نه شته دی باید ښار بند نه شي او پرې لګول شوی بندیز لرې شي.»

اخوا ځایي چارواکي وایي، د زینتي مرغانو د نسلونو ورکیدو له وېرې د مشرتابه له هدایاتو سره سم دوی پر ښکار بندیز لګولی ترڅو په اوږد مهال کې دا کاروبار په بشپړه توګه زیانمن نه شي.

په خوست کې د مرغانو د خرڅلاو دا یوازینی مارکیټ چې شااوخوا ۲۵ دوکانونه په کې موجود دي، په کې لسګونه خلکو ته د کار زمینه هم برابره ده.

دوی داسې مهال د کاروبار د ښه والي او ښکار د خلاصون غوښتنه کوي، چې د سرپرست حکومت مشرتابه په ټول هېواد کې د یو فرمان پر بنسټ، د مرغانو پر ښکار بشپړ بندیز لګولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist