Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

سیګار د افغانستان روغتیا سیستم په اداره کولو نیوکه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/28

د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا څار ادارې (سیګار) په خپل راپور کې د افغانستان د روغتیا سیسټم په اداره کولو نیوکه کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې دغې ادارې د افغانستان د روغتیایي سکټور د اړتياوو کمولو لپاره د څه باندې  ۱.۴ میلیارده ډالرو مرسته کړې، خو لا هم په افغانستان کې روغتیایي سیسټم له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

د راپور یوه برخه:« له ۲۰۰۲ کال راهیسې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په یو لړ مهمو هڅو باندې چې له ډلې یې د افغانستان د روغتیایي سکټور د اړتياوو کمولو لپاره د څه باندې  ۱.۴ میلیارده ډالرو مرستې، چې موخه یې د افغانستان د ثبات پياوړتيا  ده  تمرکز کړی. له دغې پانګونې سره سره د افغانستان د عامې روغتیا سیسټم لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی،چې په هغه کې د ماشومانو نری رنځ، ګوزڼ، د ماشومانو خوارځواکي او د مېندو لپاره کمزوري روغتیایي خدمتونه په کې شامل دي.»


په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازی لاو ډاپنګ وایي، له افغانانو سره په روغتیایي برخه کې د مرستې لپاره نړیوال مشارکت کلیدي رول لري.

ډاپنګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې  د دې سازمان څه باندې ۵۰ شریکان یې د افغانستان له خلکو سره روغتیایي مرستو ته هڅولي دي.

هغه زیاته کړې:« افغانانو سره په روغتيايي برخه کې د مرستې لپاره نړيوال مشارکت مهم رول لري، د دې سازمان څه باندې ۵۰ شریکان مو د افغانستان له خلکو سره د روغتیايي مرستو لپاره هڅولي دي. د روغتیا نړیوال سازمان تیار دی، چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو مشرۍ رول پر غاړه واخلي.»


روغتیاپالان وايي، ډېری هېوادوال حیاتي مرستو ته اړتیا لري او په افغانستان کې د صحت برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان مرستې اړینې ګڼي.

په دې اړه مو د عامې روغتیا وزارت له ویاند سره اړیکه وکړه؛ خو د راپور تر خپرېدو یې نظر شریک نه کړ.

 د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا څار ادارې (سیګار) دغه راپور پر د اسې مهال خپرېږي،چې په ځلونو د یادې ادارې ټول راپورونه د اسلامي امارت د چارواکو له خوا بې اساسه بلل شوي؛ خو د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۱۷ ميلیونه او ۶۰۰ زره کسان روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري او د دغو خدماتو لپاره څه باندې ۱۸۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist