د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په لومړیو کې تمې دا وې،چې دا ځل به اسلامي امارت په نړیواله کچه په رسمیت وپیژندل شي او خپلې چارې به هم له اوسنۍ پرمختللې نړۍ سره سمې عیارې کړي.
خو دوی وايي، هرڅه برعکس روان دي،لاهم افغانستان له نړۍ سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او چارې د سرپرست حکومت له لوري اداره کیږي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، له نړۍ سره د اړیکو ټينګښت لپاره دې شته ستونزې په نښه شي او د حل لپاره یې افغاني حل لارې پیدا شي.
ځلاند زیاتوي:« له بده مرغه د افغانستان سیاسي وضعیت له نړۍ سره په ټکر کې دی او هم له ولس سره په واټن کې دی، په لویه کې د افغانستان کشالې ورځې بلې ته ژوریږي، د فقر او غربت زیاتوالی، د سرپرست حکومت موجودیت خپله یوه ستونزه ده ،د اساسي قانون رامنځ ته کولو نه لیوالتیا هم بله ستونزه ده. موږ ته پکار ده، چې د افغانستان ستونزې په نښه کړو او د حل لپاره یې افغاني حل لار پیدا کړو،هغه ولس چې موږ سره هرې قربانۍ ته دریدلی، باید باور وکړو،چې له نړۍ سره تعامل ته ورسیږو.»
کارپوهان وايي، افغانستان له سیاسي پلوه هغو اهدافو ته نه دی رسیدلی،چې ولس یې غوښتنه لري .
دوی وايي، د اړیکو ټینګښت په برخه کې روان پرمختګ نشته او تراوسه پورې هغه ټکی هم نه دی تشخیص شوی، چې د افغانستان ، سیمې او نړۍ ترمنځ د وصل مشترکه نقطه ده.
د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي:« په سیاسي لحاظ افغانستان هغو موخو ته نه دی رسیدلی،چې د افغانانو غوښتنه وه او باید ورته رسیدلی وای. په نړۍ کې یوازې د افغانستان بشري ناورین او ترهګري ګرم بحثونه یادیږي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې افغانستان خپل ځواب لري،خو له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې روښانه پرمختګونه نه لیدل کیږي،چې دا خپل بهرني او کورني عوامل لري او تراوسه هغه ګډ ټکی نه دی پیدا شوی،چې هغه د افغانستان سیمې او نړۍ ترمنځ د وصل مشترکه نقطه ده.»
په شاوخوا دوه کلونو کې ګڼ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په کابل کې بېرته خپل سفارتونه پرانېستل او همدا راز په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته وسپارل شول.
خو د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي، د کونسلیو په کچه سفارتي اړیکې دویمې سطحې وي او داسې روابطو ته غیر رسمي اړیکې ویل کیږي او هغه ډول چې اړینه ده، ستونزې نه شي حل کولی.
فاطمي زیاته کړې:« کوم هېوادونه چې له افغانستان سره اړیکې لري او د کونسلۍ په سطحه سفارتونه لري، دا د دویمې سطحې سفارتي اړیکې دي،چې دې ته غیر رسمي اړیکې ویل کیږي، دا چې افغانستان ولې په رسمیت نه پيژندل کیږي لامل یې داخلي موضوعات دي،چې مثبتې پالیسۍ نشته او نړۍ غواړي په دغو پالیسو کې تغیر راشي،چې وشي کولی له افغانستان سره تعامل وکړي.»
د ملګرو ملتونو ترڅنګ د ارو پايي ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان هغه نړیوال بنسټونه دي،چې په افغانستان کې خپلې فعالۍ استازولۍ لري، سربیره پر دې د چین او روسیې ترڅنګ ګڼ شمیر ګاونډي او د سیمې هېوادونه په کابل کې فعال سفارتونه لري او ډیپلوماتان یې په عادي ډول چارې مخته بیایي.