Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/17

د پاکستان ملی عوامي ګوند، ملي ډیموکراټیک او نشنل عوامي ګوند د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانې جګړې اندېښنه ښودلې.

یادو ګوندونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د پاکستان هوايي ځواکونو په بریدونو کې له فرضي کرښې ها خوا افغانستان کې مېشتې سیمې په نښه شوې او ژر تر ژره باید ودرول شي.

دوی دا جګړه د پښتنو پر وړاندې نااعلان شوې جګړه بللې او وايي، د دې جګړې ۹۹ سلنه قربانیان پښتانه دي.

دوی له پاکستان غوښتي چې له دې زيات دې د جګړې لومړۍ کرښې هېواد نه معرفي کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د ښه ګاونډیتوب په اساس اړیکې ټینګې شي.

د پاکستان حکومت د مخالفو ګوندونو په اعلامیه کې راغلي: « پښتانه له لسیزو راهیسې د جګړې د لومړۍ کرښې هېواد په نوم د پاکستان د رول ختمېدو، په سیمه کې د لویو قدرتونو د جګړه‌ییزو او ناوړه پروژو له منځه تلو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوله‌‌ییزو او د ښه ګاونډیتوب په اساس د اړیکو پيل کېدو غوښتنه کوي.»

په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موجوده پالیسیو نه بدلېدو په صورت کې به جګړه لا اوږده شي او قربانیان به یې یوازې ملکي وګړي وي.

بله خوا، د پاکستان پارلمان مشرانو جرګه کې د مخالف سیاسي ګوند مشر ویلي، روانه جګړه نه یوازې د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده بلکې د ټولو اسلامي اصولو سره په ټکر کې او ساده توب دی.

د پاکستان پارلمان مشرانو جرګه کې د مخالف سیاسي ګوند مشر راجا ناصر عباس وايي: « کومه جګړه چې له افغانستان سره روانه ده، دا د هېڅ چا په ګټه نه ده. نه د پاکستان، نه د افغانستان، نه د اسلام، نه د مسلمانانو، نه د قران، نه د دین او نه هم د ایمان. دا یوازې ساده توب دی؛ له همدې امله له دې جګړې سره موږ هېڅ ډول اړيکه نه شو ساتلی.»

له دې وړاندې، افغان چارواکو هم په ځلونو له پاکستان سره د جګړې دوام د دواړو خواوو په زیان بللی او وايي، پاکستان دا جګړه د نورو په غوښتنه پيل کړې او په دې توګه غواړي بهرنۍ پروژې او اجنډاوې عملي کړي.

په ورته مهال، د چارو شنونکي هم په همدې باور دي او زیاتوي، پاکستان خپلو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي او دغې ستونزې ته له پاملرنې پرته، ادامه ورکوي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « که چېرې پاکستان خپله سټراټیژي بدله نه کړي او د غربي نړۍ د پروژو عملي کولو ته ادامه ورکړي، دا جګړه د دوی لمنې ته رسېدلې ده او په کې سوځي به.»      

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په روانه جګړه کې یوازې ملکي سیمې او کورونه په نښه کوي او پر مهال یې سلګونه کسان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوال بنسټ او ګڼو هېوادونو او نړیوالو ادارو د پاکستا‌‌ن هوايي بریدونو کې د ملکیانو په نښه کېدل غندلي او د جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist