Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/17

د امریکا، اسراییلو او ایران له جګړې سره هم‌مهاله، د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که یې متحدین د هرمز تنګي په پرانستلو کې ورسره مرسته ونه‌کړي، ښایي د ناټو لپاره ډېرې ناوړه پایلې ولري.

ډونالډ ټرمپ فاينشیل ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، ټول هغه هېوادونه چې له هرمز تنګي ګټه اخلي، باید په بیا پرانستلو کې یې مرستې ته راودانګي.

ټرمپ پر ټولې اروپا او ان پر چین غږ کړی چې د هرمز تنګي د پرانستلو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د امریکا ولسمشر ویلي: « بالکل روښانه ده، هغه هېوادونه چې له هرمز تنګي ګټه اخلي، باید د بيا پرانستلو په هڅو کې یې مرسته وکړي. اروپا او چين په پراخه کچه هغو تېلو پورې تړلي چې د خليج له سيمې راځي. که د نورو هېوادونو له خوا هېڅ غبرګون ښکاره نه‌شي، نو دا به د ناټو راتلونکي لپاره ډېر ناوړه وي. امریکا له خپلو متحدينو سره ډېر مهربانه چلن کړی او اوس دوی باید ورته ګام پورته کړي.»

بله خوا، ایران یو ځل بیا ګواښ کړی چې له امریکا سره به تر هغو جګړه وغځوي چې د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپلو کړنو پښېمانه نه‌شي. بهرنیو چارو وزیر يې ویلي، د امریکا ولسمشر باید ومني چې پر ایران برید یوه لویه تېروتنه وه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي: « زموږ ځواکمن وسله‌وال ځواکونه به تر هغې بریدونو ته دوام ورکړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا درک کړې نه‌وي چې دا ناقانونه جګړه چې پر ایران او امریکا ولسي خلکو ور تپل شوې ده، یوه لویه تېروتنه وه. ډونالډ ټرمپ باید خپله تېروتنه ومني، ترڅو بیا ورته تېر وتنې تکرار نه ‌شي. هغه باید د دې جګړې قربانیانو ته هم حساب او تاوان ورکړي.»

د امریکا ولسمشر له ایران سره د تودې جګړې پر مهال په یو شمېر امریکایي رسنیو هم سختې نیوکې کړې.

ټرمپ پر ځینو امریکایي رسنیو تور پورې کړی چې د ایران جګړه ییزو تبلیغاتو ته هوا ورکوي او دا څه یې له خپل هېواد سره ښکاره خیانت بللی.

ټرمپ وایي، له دې ډول رسنیو سره به جدي او قانوني چلن وشي، ترڅو دا ډول تېروتنې بیا تکرار نه‌شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « حقیقت دا دی چې ایران سخت ځپل شوی او لا یې د ځپلو لړۍ روانه ده، خو دوی په درواغو او جعلي خبرونو هر څه بریالي روان کړي دي. هغوی د مصنوعي ځیرکتیا له لارې خپرونې کوي، خو یو شمېر فاسدې رسنۍ ورته تیارې ناستې دي او دا څه په ډېرې بې‌شرمۍ خپروي. دا رسنۍ امریکا له وړیا څپو څخه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ګټه اخلي، خو له دې سره دوی د امریکا پر ضد خپرونې کوي.»

د امریکا ولسمشر همدارنګه د اوکراین جګړې ته هم په اشارې ویلي، نور اړتیا نه‌ویني چې د دې هېواد لاسنیوی وکړي. د هغه په خبره، امریکا له اوکراین سره د جګړې پر مهال ودرېده، خو اوس چې دوی خپله په جګړه کې ښکیل دي، له کیف ورته هیله او تمه نه ‌لري.

د امریکا ولسمشر په دې اړه ویلي: « موږ مجبور نه وو چې له اوکراين سره مرسته وکړو. اوکراين له موږ څخه زرګونه کيلومټره لرې دی، خو بيا هم موږ ورسره مرسته وکړه. اوس به وګورو چې دوی له موږ سره مرسته کوي که نه؟ ځکه ما وړاندې ويلي و چې موږ له دغو هېوادونو سره درېږو، خو هغوی به زموږ سره ونه درېږي او زه ډاډه نه یم چې دوی به زموږ ترڅنګ ودرېږي.»

ټرمپ دغه څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغې کړې چې له چين، فرانسې، جاپان، جنوبي کوريا او بریټانیا یې د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره په ګډو هڅو کې د ګډون غوښتنه کړې وه.

هرمز تنګی په نړۍ کې د نفتو د ټرانزیټ تر ټولو بوخته سمندري لاره ده او د نړۍ نږدې۲۰ سلنه نفت له همدې لارې تېرېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist