«صدقه جاریه» د نیالګیو کېنولو د هغه کمپاین نوم دی چې د روان کال لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په ټول هېواد کې پیل شو.
د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي، که څه هم افغانستان د ګلخانه یي ګازونو په تولید کې د پام وړ ونډه نه لري، خو بیا هم د اقلیمي بدلون له کبله خورا ډېرو زیانمن شويو هېوادونو په لېست کې ځای لري.
عطاالله عمری وايي، د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار د نیالګیو کېنول او د زرغونو سیمو پراخول دي.
عمري په یوه کنفرانس کې له خلکو وغوښتل چې د کېنول شویو نیالګیو په پالنه او ساتنه کې همکاري وکړي.
عطاالله عمری د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وايي: « دا چې په دې وروستیو کالو کې وچکالي ده او د اقلیم ناوړه اغېزې رامنځته شوې دي، په داسې حالت کې هغه یوازینی څه چې د ورښتونو زیاتېدو او هوا پاکېدو لامل کېږي، ونې او نیالګي دي. د خپلې سیمې په شنه کولو او د نیالګیو په کېنولو سره کولی شي خپله هوا او اوبه پاک کړو.»
بله خوا، د اقتصاد وزارت نړۍ ته د افغان کرنیزو توکو د صادرولو وړتیا په اړه خبره کوي او وايي، د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۹۰ سلنه خلک په مستیقم او غیر مستقیم ډول له کرنې سره تړاو لري.
د دې وزارت چارواکي زیاتوي، افغانستان د نړۍ نورو هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادرولو وړتیا لري.
د اقتصاد وزیر چې د نیالګیو کېنولو په دې کمپاین کې یې برخه اخستې وه وايي، د یوه هېواد اقتصادي وده له کرنې او سالم چاپېریال پرته امکان نه لري.
د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف وايي: « د مېوه لرونکو نیالګیو پر کېنولو اغېزناکه پانګونه او دغه راز د تجارتي بڼوالۍ پراختیا کولی شي د تازه مېوې او سبزیجاتو واردات کم کړي او د هېواد اوسني اقلیم ته په کتو، کولی شي د مېوې او سبزیجاتو صادرات تقویه کړي. دا پروسه به په پای کې د اقتصادي ثبات او ملي کرنسۍ له ثبات سره مرسته وکړي.»
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي بیا وايي، په پام کې ده چې را روان ۱۴۰۵ لمریز کال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۹ میلیونه نیالګي کېنول شي.
دوی دا هم وايي چې د طبیعي ځنګلونو ساتنې اړوند شنې قطعې لپاره د ۱۰۰۰ تنو نویو کسانو د استخدام وړاندیز منظور شوی او راتلونکی کال به ورته نوي کسان جذب شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري منابعو لوی رییس عبدالاحد وايي: « روان کال به ۱۸.۹ میلیونه نیالګي د ټول هېواد په کچه کېنول شي. دغه کار د کرنې وزارت له خوا د موسسو، قوریه لرونکو اتحادیې او انفرادي اشخاصو په ملتیا ترسره کېږي. همدارنګه د راتلونکي کال لپاره د ۱۰۰۰ تنو ځنګل ساتونکو د ګومارنې منظوري هم راغلې او په ټول هېواد کې به په خدمت وګومارل شي.»
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په ټول هېواد کې د بېلابېلو ادارو په همکارۍ شاوخوا ۱۰۰ میلیونه نیالګي کېنول شوي دي.
خو شنونکي بیا وايي، لومړی باید د نیالګیو د خوندیتوب لپاره اقدام وشي؛ ځکه د دوی په وینا، هر کال سلګونه زره نیالګي کېنول کېږي، خو دا نیالګي بیا د کال په اوږدو کې یا د اوبو نه شتوالي له کبله له منځه ولاړ شي او یا هم د څارویو خوراک شي.