د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق(یونسف) وايي، که څه هم ماشومان د جګړې تر ټولو زیات زیان منونکي دي، خو بیا هم په کابل کې د ملګرو وملتونو له سیاسي استازولۍ(یوناما) سره په ګډه کار کوي، ترڅو په افغانستان کې د پاکستان پوځي رژیم په بمباریو کې د ماشومانو مرګ ژوبله تایید کړي.
د سوېلي اسیا لپاره د یونیسف مسوول سنجی ویجیسکرا وایي، دوی د هغو راپورونو په اړه په ژوره توګه اندېښمن دي چې په کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روانه جګړه کې ماشومانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه شوې.
نوموړي په دواړوهېوادونو غږ کړی چې له زغم کار واخلي، د ملکيانو ژوند خوندي کړي او نړیوال قوانین، په ځانګړې توګه د بشر حقونو قوانین رعایت کړي.
د سوېلي اسیا لپاره د یونیسف مسوول سنجی ویجیسکرا ویلي: « د هغو راپورونو له امله اندېښمن یو چې په کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پراخېدونکې جګړه کې د ماشومانو مرګ ژوبلې ته اشاره شوې. له فرضي کرښې هاخوا هم ماشومان اغېزمن شوي او شاوخوا ۱۳۸ دولتي ښوونځي د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوي دي.»
ملګري ملتونه وايي، د پاکستان پوځي رژيم د بريدونو له امله ۲۳ تنو ملکي وګړو ژوند بایللی. کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دغه راز په افغانستان کې د خپلو یو شمېر بشپرپاله بنسټونو پر فعالیتونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د ناوړه پایلو په اړه هم خبرداری ورکړی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي: « د فبرورۍ له ۲۶مې څخه د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې، د پاکستان په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې۲۳ تنو افغان وګړو ژوند بایللی او ۸۹ تنه نور ټپیان شوي دي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، افغانستان اوس مهال د پاکستان تر تېري لاندې دی، پر ملکيانو بریدونه کېږي او پاکستان کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
له بلې خوا، د افغانستان او پاکستان د روانې شخړې له پیل راهیسې د پاکستان په مختلفو سیمو کې د افغان کډوالو نیولو او جبري اخراج بهیر هم تېز شوی.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، د پاکستاني پولیسو په وروستیو ورځو کې سلګونه افغان کډوال افغانستان ته اخراج کړي دي.
د دوی په خبهر، پولیسو د افغان کډوالو د نيولو پراخ کمپاین پیل کړی او يوازې په خیبرپښتونخوا کې یې څه باندې ۱۰۰۰ تنه کډوال نیولي او بندي کړي دي.
همدارنګه، په ایران کې هم افغان کډوال د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د برید او روانې جګړې له امله، ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
په پاکستان کې دېره افغان ملک مجاهد شینواری وايي: « موږ هم د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې له افغان کډوالو سره دې زور زیاتی نه کوي او د روژې میاشتې په خاطر دې د هغوی دوکانونه خلاص کړي او له نیولو یې لاس واخلي.»
ایران مېشته افغان کډواله لینا وايي:« ایران کې د افغان کډوالو د پام وړ شمېر ته په کتو، دلته مېشت کډول سخت اندېښمن دي او د پاملرنې غوښتنه کوي.»
د کډوالو حقونو مدافعان بیا پر پاکستان غږ کوي چې افغان کډوالو سره د کډوالۍ نړیوالو اصولو او قوانینو پر بنسټ چلن وکړي او له دواړو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې شته ستونزې او ننګونې د خبرو له لارې حل کړي.
د کډوالو حقونو فعال نظرمحمد نظري وايي: « تمه دا ده چې د پاکستان حکومت مسوولانه چلن وکړي او د اخراج لړۍ په لنډمهاله توګه ودروي.»
دا وضعیت په داسې حال کې ادامه لري چې اسلامي امارت د بشري حقونو له سازمانونو او نړیوالو بنسټونو څو ځله په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو د حقونو رعایت کېدوغوښتنه کړې.