پر ايران د اسرایيلو او امريکا له بريد سره ښکاري چې سيمه کې وضعيت د نازکتیا او بدلېدو خواته روان دی.
يو شمېر شنونکي پر پاکستان له نيوکې سره څنګ کې وايي، پاکستان روانه جکړه د لوېديځ خوشالولو لپاره د پروژې په توګه په پرمخ وړي. دوی له هېوادونو غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي، ترڅو له دې زيات جګړه د پروژه يي وسيلې په توګه ونه کاروي.
د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي: « د تروریزم تقویه، له تروریزم څخه دفاع او د ترهګرو تمویل د پاکستان کار و او لاهم دی. دوی د افغانان نه وژني او نه یې دې ګواښي، د حل لاره همدا ده. افغانان او د افغانستان حکومت په نړیواله کچه او د سیمې په سطحه تل خبرو ته چمتو دي.»
د پوځي چارو شنونکی کامران امان وايي: « زه امیدوار یم چې دا ستونزه ډېره ژره د خبرو او ډېپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي. که نه حلېږي، بیا نو په تنګ راغلې په جنګ راغلې، د پاکستان مقابل کې باید جهاد اعلان شي.»
ځینې نور شنونکي بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د هېچا په ګټه نه بولي او زیاتوي چې دواړه لوري باید ستونزه د خبرو له لارې حل کړي؛ ځکه په خبره یې روانه جګړه د دواړو هېوادونو ولسونه زیانموي.
د سیاسي چارو شنونکی صادق حمیدزوی وايي: « افغانستان او پاکستان باید له تعامل او تفاهم کار واخلي. د جګړې دوام د دواړو په زیان دی، که څه هم د دې جګړې ډېر زیان پاکستان او لږ افغانستان ته دی. مګر بیا هم موږ د یوه مسلمان په توګه نه یو راضي چې یا افغانستان او یا هم پاکستان ته زیان ورسېږي. بله خبره دا ده چې د پاکستان پوځ دا جګړه د پاکستان د ګټو نه بلکې د لوېدیځ د ګټو لپاره پيل کړې ده. د افغانستان او پاکستان ولسونه باید په ګډه د دې جګړې مخه ونیسي.»
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته باید د سیمې هېوادونه را ودانګي. باید له پاکستان څخه تضمین وغوښتل شي چې بیا هېڅکله پر افغانستان برید ونه کړي. که داسې نه شي، زه فکر کوم دا جګړه به لا اوږده او سخته شي.»
د يو شمېر اسلامي هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر سره په اړیکو کې له پاکستان سره د سیاسي کړکېچ سولهيیز حل غوښتنه کړې وه.
بهرنيو چارو وزير هم د دې اصل ژمنتيا په ډاګه کړې وه، خو دا يې هم ويلي و چې د خاورې دفاع يې مشروع او مطلق حق دی.