د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي، د پاکستان پوځي رژيم د نورو په اشارې پر افغانستان بریدونه کړي.
دوی د کابل ټایمز ورځپاڼې د ۶۴مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرو کې وايي، پاکستان دلته د نورو له لوري ورکړل شوې پرژوې پلي کوي او په روژې میاشت کې يې پر افغانستان بریدونه په ډاګه کوي چې د نورو اشارې او غوښتنې په کې نغښتې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين عتیقالله عزیزي وايي: « دوی هغه پروژې دلته پياده کوي چې د نورو له خوا ورکړل شوې دي. له بده مرغه موږ وینو چې نن زموږ پر یوه بل مسلمان ګاونډي ایران هېواد هم په روژې میاشت کې بریدونه وشول؛ دوی هم زموږ پر خاوره په روژه کې بریدونه وکړل. له دې ښکاري چې دوی له هغوی سره همغږي لري او غواړي په سیمه کې فساد، شر او ستونزې جوړ کړي.»
چارواکي پاکستان ته په اشارې وايي، د افغانستان یو شریر ګاونډی د هېواد سراسري امنیت، ثبات او پرمختګونه نه شي زغملی او د شرارت لپاره پلمې لټوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين عتیقالله عزیزي وايي: « زموږ د یوه شریر ګاونډي له خوا په افغانستان کې راغلی ثبات، پرمختګونه، امن او په هر ډګر کې پرمختیاوې نه شي زغمل کېدی.»
له پاکستان سره د روانې جګړې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د رسنیز ډګر پر مثبت اغېز هم تم شول او ویې ویل، اسلامي امارت د ټولو رسنیو کلک ملاتړ کوي.
دوی زياتوي، اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او له رسنیو څخه هم غواړي چې حقایق خپاره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي وايي: « همدا اوس په هېواد کې لسګونه انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالیت لري. د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو ملاتړ او لاسنیوي ته ژمن دی. موږ له ټولو رسنیو غوښتنه کوو چې په هېواد کې روان حقایق منعکس کړي.»
په دې وروستیو څو ورځو کې په پرله پسې ډول د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان پر خاوره تېری کړی او ولسي خلک یې په نښه کړي، خو په ځواب کې یې بیا د اسلامي امارت ځواکونو هم د دې رژیم پر ځواکونو وژونکي ځوابي بریدونه کړي.
د دغو بریدونو پر مهال د پاکستاني رژیم ۱۴۲ پوځيان هلاک او ګڼ نور ټپیان شوي دي.