افغان ځواکونو د پکتيا په ډنډپټان او ځاځي اريوب او دغه راز د خوست په ځاځي ميدان کې پر پاکستاني پوځيانو د غچ اخستنې عمليات لا پراخ شوي.
په دې عملياتو کې هم افغان ځواکونه پر پاکستاني پوځيانو برلاسي وو او د درنې مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ يې ترې ګڼې پوستې هم نيولې دي.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې افغان سرتېري له پاکستاني پوځيانو نيول شویو پوستو مهمات راټولوي او پوستې له منځه وړي.
ملي دفاع وزارت وايي، تېرو دوو ورځو کې د عملیاتو پرمهال د فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني پوځيانو د ۳۱ پوستو په نيولو سره ۱۴۲ پوځیان وژلي او ۶۸ یې مرګوني ټپیان کړي دي.
د دفاع وزارت په خبره، پر پاکستان د غچ اخیستونکو بریدونو په لړ کې تېره شپه افغان ځواکونو په خپلو بریدونو کې ۳۲ پاکستاني پوځیان وژلي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند صديقالله نصرت وايي: « د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردوگانو اړوند په ننګرهار، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې پر ذلیل دښمن د لیزري ځواک پر مټ تعرضي بریدونه پیل شوي وو چې تر دې مهاله یو ټاور، څلور لویې پوستې فتح او د ماینونو په وسیله چاودنه ورکړل شوې. همدارنګه ۳۲ تنه پاکستاني عسکر هلاک او سلګونه نور یې ژوبل شوي دي. د پاکستان دوې ډرون الوتکې را نسکورې شوې او یو شمېر پوځي تجهیزات تخریب او په بشپړ ډول له منځه تللي.»
دفاع وزارت دا هم ويلي چې په ياده موده کې يې په اسلاماباد، نوښار، جمرود، شمالي وزيرستان او ځينو نورو سيمو کې د پاکستاني پوځيانو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي.
په دې بريدونو کې هم پاکستاني پوځيانو ته د درندې مرګ ژوبلې اوړولو خبره کوي او زياتوي چې په کې د پوځ يو شمېر مهم افسران هم شامل دي.
دغه راز ملګرو ملتونو، سعودي عربستان، قطر، ازبېکستان، قزاقستان، ايران او ترکیې له افغانستان سره اړیکې کړې او له پاکستان سره يې د ستونزې سولهييز حل غوښتنه ترې کړې.
د سیاسي چارو شنونکي هم د افغان حکومت د هغه دريځ ننګه کوي چې له مخې يې د پاکستان پوځ مرکزونه په نښه شوي او د خاورې دفاع یې خپل مشروع حق بللی.
د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « که پاکستان باید داسې خوبونه ګوري چې ۱۹۰۷ یا ۱۹۸۰ لسیزې به تکرار شي او افغانستان به یوځل بیا د هغوی د امنیتي کمربند یوه برخه ګرځي، یا هم دوی افغانستان خپل ستراتیژیک عمق ګڼي، دا خوبونه باید ونه ګوري؛ ځکه چې اوس اسلامي امارت حاکم دی، واک هم لري او زور هم.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند له دې وړاندې ويلي و چې د فبرورۍ له ۲۲ راهېسې د پاکستان پوځي رژیم له لوري په خوست، پکتیکا، ننګرهار، پکتیا، کندهار او کونړ ولایتونو کې د ترسره شویو بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.