د ازبېکستان لومړي وزیر مرستیال وايي، د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره یې په انلاین کنفرانس کې د دواړو هېوادونو پر ګډو اقتصادي همکاریو خبرې کړې.
د جمشید خواجهیف په خبره، له تېرو څو کلونو راهیسې له افغانستان سره د ګډې سوداګرۍ کچه تر ۱.۷ میلیارد ډالرو رسېدلې او د زیاتوالي لپاره یې تازه پر عملي اقداماتو هوکړه شوې.
نوموړي زياتوي، نویو هوکړو ته د رسېدنې په موخه به ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره ګډ اقتصادي مکانېزمونه رامنځته شي.
د ازبېکستان لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجهیف زیاته کړې: « ازبېکستان له افغانستان سره دوستانه او رغنده اړیکو ته ارزښت ورکوي. په تېرو پنځو کلونو کې د دواړو لوریو ترمنځ ګډه سوداګري څه باندې دوه برابره لوړه شوې. په ۲۰۲۱ زېږدیز کال د ګډې سوداګرۍ کچه ۶۵۳ میلیون ډالر وه، حال دا چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال ۱.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې او زموږ ګډه موخه، ۵ میلیارد ډالرو ته لوړول دي.»
په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له څو کلونو راهیسې له ازبېکستان سره د سوداګرۍ کچه په تدریجي ډول لوړه شوې. د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازبېکستان لومړي وزیر مرستیال د څرګندونو په تاییدولو سره وايي، دواړه لوري به د ۵ میلیارد ډالرو کچې ته د سوداګرۍ رسولو په موخه عملي اقدامات ډېر ژر پیل کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي: « د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېرو مهمو مسایلو بحث وشو، په ځانګړې توګه د تجارت، ټرانزیټ او دوه اړخیزې راکړه ورکړې د کچې لوړولو په اړه جدي بحثونه وشول او هوکړې ترسره شوې. همدارنګه هوکړه شوې چې په دې اړه به ډېر ژر په یوه مینوت لاسلیک هم وکړو.»
بله خوا، شنونکي د کابل او تاشکند ترمنځ د غوره اقتصادي اړیکو دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي لپاره اړين بولي. د دوی په خبره، له ازبېکستان سره د سوداګرۍ زیاتېدل به افغان سوداګرو ته د بدیلو لارو په توګه ښه فرصتونه رامنځته کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « له ازبېکستان سره د اړیکو پر پیاوړي کولو باید نور هم تمرکز وشي او ترڅنګ یې باید له نورو هېوادونو سره هم د اړیکو پر جوړولو او پراخولو کار وشي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزیر دا هم ویلي چې د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ کې به معدني، صنعتي توکي او درمل هم شامل کړي او د سوداګرۍ دوه اړخیزه حجم به نور هم پراخ کړي.