شل کاله وړاندې په داسي حال کې چې افغانستان د بیان ازادۍ نوي پړاو ته ننواته، شمشاد ټلوېزیون د یوې نوې رسنۍ په توګه راڅرګند شو او په رسنيز ډګر کې يې د خصوصي رسنۍ په توګه خپرونې پیل کړې او په لنډ وخت کې يې میلیونونه لیدونکي پيدا کړل.
شمشاد د پیل له ورځې یوازې د خبرونو، خپرونو وسیله نه وه بلکې د خلکو د غږ رسولو، فرهنګي ارزښتونو، ټولنيزو مسایلو او ملي هویت د انعکاس یو مهم ممبر وګرځېده.
په تېرو شلو کلونو کې دا رسنۍ له سیاسي بدلونونو، امنیتې ننګونو او اقتصادي ستونزو سره سره خپلې خپرونې ونه درولې او تل يې هڅه وکړه چې د مسلکې ژورنالېزم اصول وساتي.
حکومتي مسوولان وايي، شمشاد ټلوېزیون په تېرو دوو لسېزو کې د رسنیز فعالیت له لارې د هېواد د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول اداء کړی.
دوی د شمشاد په شمول ټولې رسنۍ د ټولنې د اصلاح او پوهاوي بنسټېزه وسیله بولي او د هغو رسنيو ملاتړ کوي چې د ملي ارزښتونو او مسلکي چوکاټ په رڼا کې فعالیتونه تنظيموي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « زما په نظر، د رسنیو لپاره یو بل مهم اصل بېطرفي ساتنه ده. رسنۍ باید بې طرفه اوسي او معلومات تر خلکو ورسوي. دغو اصولو ته په کتو، د شمشاد ټلویزیون شل کلن مزل تر ډېره د اصولو په چوکاټ کې ترسره شوی، د خلکو اړتیاوې او غږ یې تر چارواکو رسولی او په رسنیز ډګر کې یې سالمه سیالي ترسره کړې.»
په ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د شمشاد شل کلن مزل د هېواد د فرهنګي ارزښتونو او رسنیز بهیر یوه مهمه برخه بولي او وايي، شمشاد د تصویر او غږ له لارې د پښتو ژبې او ټولنیزو موضوعاتو د ودې په برخه کې د پام وړ ګامونه اخیستي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران وايي: « شمشاد په هېواد کې د یوې قوي او غښتلې رسنۍ په توګه خپل فعالیتونه مخ ته وړي او داسې یوه رسنۍ پات شوې چې ټول هېوادوال ورته پاملرنه کوي. د شمشاد خپرونې زموږ له کولتور او فرهنګ سره همغږي لري. هغه کمزورتیاوې چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې په فرهنګي برخه کې وې، هغو ته هم د شمشاد له خوا توجه شوې او د یوې متعهدې رسنۍ په توګه د هېواد ارزښتونو ته ژمن دی.»
بله خوا، د سیاسي چارو شنونکي د شمشاد شل کلن مزل د افغانستان د رسنیز بدلون له مهمو پړاوونو څخه بولي.
د دوی په باور، شمشاد د خصوصي رسنیو د پراختیا په لومړیو کلونو کې راڅرګند شو او په دې بریالی شو چې د خبر، سیاست او ټولنیزو بحثونو په ډګر کې ښه وځلیږي.
د شنونکو په خبره، د رسنیو بقا او اغېزمنتیا هغه وخت پياوړې کېږي چې مسلکي توازن، د معلوماتو دقت او د لیدونکو باور خوندي وساتي.
د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ وايي: « موږ ولیدل چې د شمشاد نړیوال راډیو ټلوېزیون په تېرو شلو کالو کې د هېواد د سیاسي وضعیت، اقتصادي حالاتو، ټولنیزو چارو او د افغاني کولتور غني کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې. موږ د دوی د دغو هڅو ستاینه کوو.»
د رسنیو ملاتړ بنسټ مسوول عبدالقدیم ویاړ وايي: « د یوې معیاري او مسلکي رسنۍ په توګه د شمشاد شل کلن مزل د ستایلو وړ دی. شمشاد په تېرو ۲۰ کالو کې د ولس له اړتیا سره سم فرهنګي، سیاسي، اقتصادي، تفریحي او نورې خپرونې کړې دي.»
شمشاد یوازې د ټلوېزیوني خپرونو په ډګر کې نه بلکې د راډیو له لارې هم د خلکو تر غوږونو خپل پیغام رسولی.
د شمشاد راډیو چې اوس خپله پنځه لسمه کلیزه نمانځي، په تېرو کلونو کې يې په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې ټلوېزیون ته لاسرسی محدود دی، شمشاد راډیو د خبرونو، ټولنیزو خپرونو او عامه پوهاوي په خپرولو کې مهم رول اداء کړی.
شمشاد راډیو لا هم د هېواد په لرو پرتو سیمو کې ډېر اورېدونکي لري او د شمشاد رسنیز ډګر یوه بله مهمه څانګه ده. شمشاد ټلویزیون شل کلن او شمشاد راډیو خپل پنځه لس کلن بریالی مزل ونمانځه.