Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/17

د خوست تڼیو ولسوالۍ ځوانانو له خوا د نیالګیو کېنولو ولسي حشر پيل شو. د دې حشر تنظیموونکي وايي، د ولسي حشر پرمهال به د دې ولسوالۍ له مرکز تر سورکوټ پورې د اد مامد سیاحتي سیمې ته پر غځېدلې لاره، شاوخوا ۵ زره نیالګي کېنول شي.

د دوی په خبره، د حشر موخه دا ده چې په دې ولسوالۍ کې وچکالي کمه، چاپېریال خوندي او زرغونو سیمو ته پراختيا ورکړل شي.

د حشر ګډونوال محمدالله ګران وايي: « د سمسور افغانستان لپاره په خپله هر یو کس یو نیالګی کېنوي. دغه کار اجر هم لري د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزې به هم کمې کړي.»

د حشر ګډونوال ذبیح‌الله تڼی وايي: « ونې، غرونه او ځنګلونه د چاپېریال په ساتنه کې ډېر مهم رول لري. که غواړو چې ښه هوا او ښکلی چاپېریال ولرو، خلک باید نوي نیالګي کېنوي او د ونو له وهلو ډډه وکړي.»

د حشر ګډونوال غوښتنه کوي چې د اقلیمي بدلون، وچکالۍ او د زرغونو سیمو د کمښت له امله دې خلک د چاپېریال ساتنې مسوولیت پر غاړه واخلي.

دوی زیاتوي، ځنګلونو وهلو او د طبیعي سرچینو ناسم استعمال د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې ډېرې کړې دي او په خبره يې، اړتيا ده چې د ځنګلونو د تخریب مخه ونیول شي او د نویو نیالګیو په کېنولو سره زرغونې سیمې بېرته ورغول شي.

د حشر ګډونوال رحیم ګل وايي: « لکه څرنګه چې دلته نوي نیالګي کېنوو، باید په غرونو او ځنګلونو کې د شته ونو ستانه وشي او له وهلو یې ډډه وکړو.»

د حشر ګډونوال عبدالهادي وحدت وايي: « موږ دا نیالګي د دې لپاره کېنوو چې هېواد مو سمسور شي. دا یو ملي حشر دی او په کې د ټول خوست ځوانان ونډه لري. له نورو هېوادوالو هم هیله لرم چې په خپلو ولایتونو کې دا ډول حشر جوړ او نیالګي کېنوي.»

که څه هم هر کال د پسرلي په راتګ سره زرګونه نوي نیالګي کېنول کېږي، خو د نه پاملرنې له امله یې اکثریت بېرته له منځه ځي. د تڼیو ځوانان وايي، د نیالګیو کېنولو ترڅنګ به یې ساتنې ته هم جدي پاملرنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې
افغانستان

افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

فبروري 17, 2026
کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي

فبروري 17, 2026
شمشاد ۲۰ کلن شو؛ چارواکي او رسنیز فعالان یې د حقایقو هېنداره ګڼي
افغانستان

شمشاد ۲۰ کلن شو؛ چارواکي او رسنیز فعالان یې د حقایقو هېنداره ګڼي

فبروري 17, 2026
اسلامي امارت د راتلونکو پنځو کالو لپاره پراختیایي تګلاره تصویب کړه
افغانستان

مجاهد: پاکستان داعش ډلې ته ځای ورکړی او ملاتړ یې کوي

فبروري 17, 2026
پاکستاني پولیسو خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر ضد عملیات چټک کړي
افغانستان

پاکستاني پولیسو خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر ضد عملیات چټک کړي

فبروري 16, 2026
سراج‌‌الدین حقاني: د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې اونړۍ له امنیتي وضعیت سره تړلې مسئله ده
افغانستان

سراج‌‌الدین حقاني: د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې اونړۍ له امنیتي وضعیت سره تړلې مسئله ده

فبروري 16, 2026

وروستي خبرونه

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

فبروري 17, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

فبروري 17, 2026
کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي

کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي

فبروري 17, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist