Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/17

د افغان او ازبېک سوداګرو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړې کولو په موخه په مزار شریف کې د دواړو لوریو ترمنځ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې افغان سوداګرو له ازبېکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاو رامنځته کولو لپاره افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د ټرانزیټ برخه کې د شته خنډونو لرې کولو په اړه خبرې وشوې.

 چارواکو په دې غونډه کې وویل، که یادې ستونزې هوارې شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه لا زیاته او پانګونې ته به زمینه برابره شي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید وايي: « موږ د دې شاهدان یو چې په تېرو دوو کالو کې له ازبېکستان سره سوداګري، څلور برابره زیاته شوې ده. همدارنګه له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره زموږ راکړه ورکړه هم ډېره قوي او پياوړې شوې ده. هغو ستونزو ته په کتو چې په دې لاره کې افغان سوداګر ورسره مخ دي، د سیردریا محترم والي صاحب او دغه راز محترم جنرال کونسل صاحب پاملرنه غواړو. هرڅومره ژر چې کېږي، باید افغان سوداګرو ته د وېزې صدور اسانه شي.»

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس وايي: « د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې سیاسي، تجارتي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لرو او هڅه کوو له دې هم ښې شي.»

بله خوا، د ازبېکستان استازو ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره پراخو اقتصادي اړیکو ته لېوالتیا لري اوهڅه کوي چې د سوداګرو پر وړاندې شته خنډونه کم کړي.

 دوی زیاته کړه، ازبېکستان چمتو دی چې د ټرانزیټ، انرژۍ او کرنې په برخو کې له افغانستان سره همکارۍ لا پراخې کړي.

بلخ کې د ازبېکستان سرکونسل جعفر فتایوب وايي: « وږ تل هڅه کړې او لا هڅه کوو چې له افغانستان سره سوداګریزه برخه لا پیاوړې کړو. دا چې نن بلخ ولایت ته راغلي یو، یوه غونډه کې مو نظریات تبادله کړل.  موږ بیا هم ژمنه کوو کومې ستونزې چې د افغان سوداګرو له خوا یادې شوې، موږ یې د حل لپاره له خپلو مسوولینو سره شریکوو او حل لارې ورته پیدا کو»

د ازبېکستان سردریا ولایت والي وايي: « د ویزو په اړه موږ مرکز ته څو وړاندیزونه کړي، ځکه چې په دې اړه له موږ سره پوره صلاحیتونه نه شته، انشاالله دا به هم حل شي.»

افغان سوداګر باور لري چې د خصوصي سکټور ترمنځ نږدې همکاري کولی شي د سیمې په کچه سوداګریزې اړیکې پیاوړې او اقتصادي ثبات ته زمینه برابره کړي.

دوی همدا راز له ازبېکستاني سوداګرو غواړي چې افغانستان کې پانګونه وکړي او د سوداګرۍ په برخه کې له افغان سوداګرو سره تجربې شریکې کړي.

سوداګر خېرالدین مايل وايي: « په حقیقت دا ډول ناستې د تجارانو لپاره یو ښه فرصت دی، خو لویه ستونزه دا ده چې موږ تل یو طرفه قضاوت کوو؛ په دې مانا چې ګاونډي هېوادونه راځي، خپلې ستونزې حلوي خو موږ ته فرصت نه راکوي چې خپل ستونزې مطرح او حل کړو.»

سوداګر عثمان وايي: « د خصوصي سکټور او یوه سوداګر په توګه غوښتنه کوم چې راځئ ګډه پانګونه وکړو؛ ځکه چې نن تر بل هر وخت ښه فرصت برابر شوی.»

د یادونې وړ ده چې بلخ ولایت د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو څخه ګڼل کېږي او د حیرتان بندر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو راکړه ورکړه کېږي.  

د ازبېکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، په ٢٠٢٥ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١٤٠ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلې او هڅه کېږي چې روان کال دا کچه لا زیاته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو
افغانستان

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

فبروري 17, 2026
کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي

فبروري 17, 2026
شمشاد ۲۰ کلن شو؛ چارواکي او رسنیز فعالان یې د حقایقو هېنداره ګڼي
افغانستان

شمشاد ۲۰ کلن شو؛ چارواکي او رسنیز فعالان یې د حقایقو هېنداره ګڼي

فبروري 17, 2026
اسلامي امارت د راتلونکو پنځو کالو لپاره پراختیایي تګلاره تصویب کړه
افغانستان

مجاهد: پاکستان داعش ډلې ته ځای ورکړی او ملاتړ یې کوي

فبروري 17, 2026
پاکستاني پولیسو خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر ضد عملیات چټک کړي
افغانستان

پاکستاني پولیسو خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر ضد عملیات چټک کړي

فبروري 16, 2026
سراج‌‌الدین حقاني: د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې اونړۍ له امنیتي وضعیت سره تړلې مسئله ده
افغانستان

سراج‌‌الدین حقاني: د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې اونړۍ له امنیتي وضعیت سره تړلې مسئله ده

فبروري 16, 2026

وروستي خبرونه

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

فبروري 17, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

فبروري 17, 2026
کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي

کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي

فبروري 17, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist