Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/12

د ننګرهار ولایتي چارواکو د یو شمېر نړیوالو موسسو په ملتیا تورخم کې د راستنو شویو کډوالو حالت له نږدې وکوت. د چارواکو په خبره، له پاکستانه د راستنېدونکو بهیر تر پخوا لا چټک او شمېر یې زیات شوی.

همدارنګه، د کډوالو د راستنېدنې بهیر مسوولین وایي، اوسمهال هره ورځ تر ۶۰۰ کورنۍ له پاکستان او خیبرپښتونخوا هېواد ته راستنېږي او دا شمېر د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

تورخم کې د کډوالو کمپ مسوول هاشم میوند وال وايي: « اوسمهال د ۶۰۰ شاوخوا کورنۍ راځي او ورځ تر بلې زیاتېږي. موده مخکې دا کچه ۳ تر ۴ سوو پورې وه، خو  دا کچه اوس له ۶۰۰ اوښتې ده. دا شمېره ښايي نوره هم زیاته شي، ځکه هلته د کډوالو مېشت کمپونو ته ورکړل شوی وخت پای ته رسېدلی او له کډوالو سره ظلم کوي، بندي کوي یې.»

له پاکستانه راستانه شوي هېواد وال هم په پاکستان کې پر افغان کډوالو ورځ تر بلې زیاتېدونکي ظلم له امله خواشیني دي او وايي، هلته نور د کډوالو عزت خوندي نه دی. د دوی په خبره، هېواد ته په راستنېدو سره یې د آرام ساه واخسته.

راستون شوی کډوال صاحب جان وايي: « پاکستانیانو پر موږ کورونه وران کړل، موږ  په هر کور له ۶ تر ۷ میلیونه روپیو لګولې وې، خو اوس مو په ۲۰۰ روپيو خرڅ کړل او موږ ترې راغلو. زموږ پیسې او کاروبارو اوس هم په پاکستان کې پاتې دي.»

راستون شوی کډوال کلیم الله وايي: « بېګاه مې لواړګي کې شپه وه، لکه د اختر شپې په شان خوشاله وم. اوس مې ایله د سکون ساه واخسته.»

د ننګرهار اقتصاد ریاست چارواکي بیا د کډوالو له کمپ څخه د لیدنې پر مهال وايي، اسلامي امارت او مرستندویه موسسات د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره ژمنتیا لري او اوسمهال د ١٢ کمېټو له خوا کډوالو ته خدمات وړاندې کېږي.

د ننګرهار اقتصاد رییس جان محمد حامد په دې اړه وايي: « موږ خپل نظارت وکړ، که هم خدمات شته، خو موږ د لا زیاتو اسانتیاوو او خدماتو غوښتنه وکړه. په دې اړه موږ ته ډاډ او اطمینان راکړل شوی.»

د مسولینو له خوا د کډوالو ستونزو ته د رسېدو ژمنې داسې مهال کېږي چې د ننګرهار په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې کډوالو ته د سر پناه په موخه د ځمکو وېش هم پیل شوی.

په ورته مهال، د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم، په ټولو ولایتونو کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي غنمو او نغدو پیسو وېش هم پيل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې
افغانستان

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

فبروري 12, 2026
روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي
افغانستان

روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

فبروري 12, 2026
یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې
افغانستان

یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

فبروري 12, 2026
خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

فبروري 12, 2026
ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ايران د درېیو افغانانو په ګډون ۱۴ تنه اعدام کړي

فبروري 12, 2026
په څرخې پله زندان کې بندیانو ته د حرفوي زده کړو کورسونه پیل شول
افغانستان

په څرخې پله زندان کې بندیانو ته د حرفوي زده کړو کورسونه پیل شول

فبروري 12, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

فبروري 12, 2026
چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

فبروري 12, 2026
ایران له افغانستان سره د رېل ګاډي له لارې د راکړه ورکړې زیاتولو خبر ورکوي

د هرات – خواف رېل کرښې له لارې د سوداګرۍ کچه په میاشت کې ۹۰ زره ټنو ته رسېدلې

فبروري 12, 2026
روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

فبروري 12, 2026
یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

فبروري 12, 2026
خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

فبروري 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist