Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/12

د سې شنبې په ورځ(د سلواغې ۲۱ مه) ناوخته شاوخوا څلور نیمې بجې د کندهار ښار د دویمې حوزې اړوند د غالیو او توشکو په یوه مارکېټ کې اور ولګېد چې د شدت له امله یې مهارولو ډېر وخت ونیو.

عیني شاهدان وايي، دغه اور د برېښنا شارټۍ له امله لګېدلی و او څو ساعته یې دوام وکړ.

د کندهار ښار اوسېدونکی سردار احمد وايي: « د مازدیګر شاوخوا څلور بجې وې چې د غالیو او توشکو په دې درې پوړیزه ودانۍ کې اور ولګېده. اورلګېدنه په زېرخانه کې د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوه. د اور وژنې ټیم په دوه درې ساعتونو کې اور مړ او کنټرول کړ.»

د کندهار اوسېدونکی نور احمد اغا وايي: « دې کسانو ته ډېر زیان واوښت او باید څه مرسته ورسره وشي. دولت باید د دوی لاسنیوی وکړي.»

مسوولین وايي، د غالیو مارکېټ کې دغې اورلګېدنې له امله هم ۲۸ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی، خو د ۱۵۰ میلیونه افغانیو د زیان مخه نیول شوې مګر د توشکو یوه منډوي کې اورلګېدنې بیا ډېر مالي زیان اړولی، خو لایې کره کچه نه ده په ډاګه شوې.

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد وايي: « د کندهار ښار دویمې امنیتي حوزې د زاړه کابل بانک په ساحه کې د توشک جوړونې شرکت کې د برېښنا شارټۍ له امله اورلګېدنه رامنځته شوه. د کندهار امنیه قوماندانۍ، هوايي ډګر او قول اردو د اور وژنې ټیمونو په ګډه همکارۍ اور وژنه مهار کړه. د اور وژنې په عملیاتو کې د اور وژونکي ټیم دوه تنه کارکوونکي سطحي ژوبل شوي او له امله یې ۲۸ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی.»

په اورلګېدنو کې زیانمن شوي کسان بیا وايي، ټوله هستي يې د اور خوراک شوې او حکومت دې له دوی سره د زیان په جبران کې مرسته وکړي.

زیانمن شوی عبدالکبیر وايي: « زموږ ټول دوکان سوځېدلی او هېڅ نه دي پاتې. له دولت د مرستې غوښتنه کوو، ترڅو خپل کاروبار بېرته له صفر څخه پيل کړو.»

زیانمن شوی محمد امان وايي: « زما کارخانه د برېښنا شارټۍ له امله وسوځېده، له حکومت د لاسنیوي غوښتنه کوم. موږ ته تر ۴۰۰ زرو ډالرو زیات زیان رسېدلی دی.»

په کندهار کې روانه اوونۍ درې اورلګیدنې رامنځته شوې او له امله یې درانه مالي زیانونه پر ځای پاتې دي.

درې ورځې وړاندې د کندهار صنعتي پارک د پنبې یوې فابریکې کې هم اورلګېدنه رامنځته شوې وه چې پر مهال ۶۳ میلیونه افغانۍ مالي زیات واوښت.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې
افغانستان

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

فبروري 12, 2026
چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي
افغانستان

چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

فبروري 12, 2026
یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې
افغانستان

یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

فبروري 12, 2026
خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

فبروري 12, 2026
ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ايران د درېیو افغانانو په ګډون ۱۴ تنه اعدام کړي

فبروري 12, 2026
په څرخې پله زندان کې بندیانو ته د حرفوي زده کړو کورسونه پیل شول
افغانستان

په څرخې پله زندان کې بندیانو ته د حرفوي زده کړو کورسونه پیل شول

فبروري 12, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

فبروري 12, 2026
چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

فبروري 12, 2026
ایران له افغانستان سره د رېل ګاډي له لارې د راکړه ورکړې زیاتولو خبر ورکوي

د هرات – خواف رېل کرښې له لارې د سوداګرۍ کچه په میاشت کې ۹۰ زره ټنو ته رسېدلې

فبروري 12, 2026
روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

فبروري 12, 2026
یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

فبروري 12, 2026
خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

فبروري 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist