د ههنګاو په نوم د ايران بشري حقونو څار يوه سازمان ویلي، د ایران حکومت یو ځل بیا درې تنه افغانان په دار ځړولي دي.
یاد سازمان زیاته کړې، په ایران کې بشري وضعیت له نږدې څاري او د دوی د معلوماتو له مخې، دې هېواد له تېرو لسو ورځو راهیسې د ۳ افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام کړي دي.
د ههنګاو د راپور له مخې، اعدامشوي کسان د ايران حکومت له لوري د قتل او نشهيي توکو د کاروبار په تور نیول شوي وو.
په ایران کې د بشري حقونو څار اداره، ههنګاو زیاتوي: « د ایران د تایباد په زندان کې د مراد عزیزي په نوم یو افغان وګړی چې د هرات اوسېدونکی و، په دار وځړول شوی. هغه له تېرو درېيو کلونو راهیسې د تایباد په زندان کې په اعدام محکوم و. هممهاله دوه نور افغانان هم اعدام شوي دي. دا دوه افغانان ۲۳ کلن سیفالدین مهربان او ۲۵ کلن نامق کسروي د بغلان ولایت اوسېدونکي وو.»
ایران تر دې مخکې هم په بندخونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو لسګونه افغانان اعدام کړي وو چې وخت ناوخت یې د ملګرو ملتونو په ګډون پر بشري حقونو د څار نړیوالو بنسټونو غبرګونونه پارولي دي.
د چارو څارونکي هم په ایران کې د افغانانو اعدامېدل غندي او وایي، دا هېواد په تېرو څو کلونو کې په ډېرو عادي مسایلو هم افغانان اعدام کړي. د دوی په خبره، ایران تل له افغانانو سره د نړیوالو او ګاونډیتوب اصولو خلاف چلن کړی.
د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « ایران او پر دې هېواد واکمن اخوندان په ډېر بد حالت کې دي، منزوي شوي او تر فشارونو لاندې دي. زما باور دا دی چې ایران ښايي د افغانانو د اعدامولو او له دې هېواد څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ لا چټکه کړي.»
ایران داسې مهال درې نور افغانان اعدام کړي چې په دې وروستیو کې یې له افغانستان سره په سیاسي ډګر کې اړيکې ورځ تر بلې د نږدې کېدو په لور روانې دي.
د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، ایران تل له افغانستان سره د خپلو ګټو په خاطر اړيکې پاللې دي، خو د افغان کډوالو پر وړاندې یې بیا ناسم چلن ته ادامه ورکړې ده.
پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « دا چې ایران غواړي افغانستان ته ځان نږدې کړي او اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني، دا کار د خپل ځان د امنیت او خوندیتوب او دغه راز له غربي هېوادونو سره د سیالۍ لپاره کوي. دا په داسې حال کې ده چې موږ وینو دوی له خپلو ګټو نه تېرېږي او لاهم د افغانانو اعدامولو ته ادامه ورکوي او د افغانستان مهاجرین وباسي.»
د ایران دولتي رسنۍ بیا وایي، په دې وروستیو کې یې نورو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور یو شمېر ایراني اتباع هم اعدام کړي، خو د افغانانو په اړه یې بیا دا ډول راپورونه رد کړې دي.