Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تهران کې په ۱۴۰۵ لمریزکال د افغانستان او ایران د سرحدي همکاریو غونډه جوړېږي

تهران کې په ۱۴۰۵ لمریزکال د افغانستان او ایران د سرحدي همکاریو غونډه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/10

د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر نورالله نوري سره ټیلفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر پياوړتیا غږېدلی.

کابل کې د ایران سفارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تهران به په ۱۴۰۵ لمریز کال د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي همکاریو د یوې غونډې کوربه وي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، دواړو خواوو دغه راز د سرحدونو په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ مثبتې بللې دي او د سرحدي نښو پر نوي کولو یې ټینګارکړی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي: « دواړو لورو د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتیا سربیره، د سرحدي اسنادو او نښو د بیا رغونې او نوي کولو پر اړتیا هم بحث کړی.  دواړو چارواکو د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ګډو تخنیکي او حقوقي ناستو پر دوام او چټکتیا هوکړه کړې. همداراز دواړو خواو هوکړه کړې چې په دې برخه کې د کابل او تهران ترمنځ مسلکي او حقوقي غونډې په چټکۍ ترسره شي. د دې پړاو راتلونکې غونډه به په ۱۴۰۵ لمریز کال د ایران په کوربتوب جوړه شي.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دې ټیلفوني اړیکې په تړاو جزئیات نه دي ورکړي، خو د دې وزارت وزیر تېره اوونۍ په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه کې ایران ته د ګډې پولې د تثبیت او نښو لګولو په برخه کې د افغانستان له پوره همکارۍ ډاډ ورکړی و.

بل پلو، شنونکي په دې باور دي چې هرهېواد دا مسوولیت لري چې نړیوال سرحدي اصول رعایت کړي او داسې مسلکي کسان پر ګډو پولو وګوماري چې له سرحدي قوانینو خبر ولري.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « باید په هغو خبرو کې چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ کېږي، د خلکو د تګ راتګ ستونزه مطرح شي او جدي غوښتنه وشي چې د افغانانو درناوي ته پام وشي.»

څو ورځې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد شمشاد ټلویزیون سره ځانګړې مرکه کې زیاته کړې وه چې اسلامي امارت له ایران سره ټولو سرحدي اصولو ته ژمن دی.

خو د سیاسي چارو ځيني نور کارپوهان په سرحدونو کې د ښه امنیت د تامین لپاره  حکومت او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار کوي.

د چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « نشه يي توکو او ترهګرو ته په دې یا هغه هېواد کې ځای ورکول کېږي او د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره د دې دېوال چارې په پام کې نیول شوې دي.»   

افغانستان او ایران له یوبل سره ۹۲۱ کیلومټره اوږده ګډه پوله لري. ایران د دې پولې خوندي کولو لپاره تېر کال د پولې په اوږدو کې د یوه دېوال جوړول پيل کړل.

شنونکي په دې باور دي چې سرحدي مسایل د دوو هېوادونو ترمنځ داړیکو لوری ټاکي او که چېرې د سرحدي ستونزو حل ته جدي پام وشي، نو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي
افغانستان

د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي

فبروري 10, 2026
خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول
افغانستان

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

فبروري 9, 2026
خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي

د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي

فبروري 10, 2026
د ایران او امریکا مذاکرات؛ ایراني چارواکي وايي درناوي ته درناوی کوي، خو د زور ژبه نه مني

د ایران او امریکا مذاکرات؛ ایراني چارواکي وايي درناوي ته درناوی کوي، خو د زور ژبه نه مني

فبروري 10, 2026
تهران کې په ۱۴۰۵ لمریزکال د افغانستان او ایران د سرحدي همکاریو غونډه جوړېږي

تهران کې په ۱۴۰۵ لمریزکال د افغانستان او ایران د سرحدي همکاریو غونډه جوړېږي

فبروري 10, 2026
د پاکستان پر حکومت د فضل الرحمن نیوکه؛ له افغانستانه یو انار نه شي را تېرېدلی، نو ترهګر څنګه را تېرېږي

د پاکستان پر حکومت د فضل الرحمن نیوکه؛ له افغانستانه یو انار نه شي را تېرېدلی، نو ترهګر څنګه را تېرېږي

فبروري 10, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026
خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

فبروري 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist