ځايي چارواکي وايي، دا مرستې د هغه پروګرام له مخې وېشل کېږي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د هېواد په کچه پنځوس زره راستنو شویو کورنیو ته په پام کې نیول شوې دي.
د دوی په خبره، د دې پروګرام له مخې هرې راستنې شوې کورنۍ ته ۲۵۰کیلوګرامه خوراکي غنم او پنځه زره افغانۍ نقدې پيسې ورکول کېږي.
د خوست کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شېر محمد ذبیح وايي: « کله چې په جبر را شړل شوي مهاجرین له فرضي کر ښو دېخوا ته را اوړي، دا پروسه له هماغه ځایه پيل کېږي. په لومړي سر کې دوی ثبت کېږي، د ټرانسپورټ اسانتیا ورکول کېږي او خپلو مېنو ته رسول کېږي. موږ دلته پر هغو مهاجرینو مرستې وېشو چې موږ ته یې لېست له مرکز څخه راغلی و او موږ ته د اړمنو په توګه را معرفي شوي دي.»
په ورته مهال، راستنې شوې کورنۍ د روان ژمي پرمهال دغو مرستو ته د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ زیاتوي، ګاونډيو هېوادونو کې افغان کډوالو سره ډېر بد چلن کېږي او دوی خوښ دي چې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د دوی په خبره، زياتره راستنې شوې کورنۍ لا هم د سرپناه نه لرلو له ستونزې سره مخ دي او په دې برخه کې له حکومت د عاجلې همکارۍ غوښتنه کوي.
راستون شوی یاد ګل وايي: « موږ فعلاً د پوهنتون په ساحه کې پراته یو او خېمو ته سخته اړتیا لرو. موږ اوسمهال له بادونو او بارانونو سره په تکلیف یو.»
راستون شوی نورخان وايي: « باید موږ ته دندې راکړل شي، سرپناه او کورونه راکړل شي.»
راستون شوی غیرت خان وایي: « موږ له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوو چې په وطن کې امن دی او راشئ خپل وطن ته، سمه ده چې لوږه او تنده به وي، مګر خپل وطن خو دی.»
له ګاونډیو هېوادونو په جبر راشړل شویو کورنیو سره د مرستو وېشلو دا لړۍ تېره ورځ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر له خوا په پکتیا ولایت کې هم پيل شوه.
په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو ته خبرو کې د کرنې وزیر ویلي چې د اسلامي امارت له خوا د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره عالي کمیسيون جوړ شوی چې د ښار ګوټو جوړولو او د ځمکو وېش ترڅنګ، د خوراکي او غيرخوراکي توکو د مرستو په ګډون بېلابېل پروګرامونه عملي کوي او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.