د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال له چاودنې وروسته د دغه هیواد پر امنیتي او کشفي ادارو د سياسي ګوندونو له لوري سختې نيوکې شوي.
دجمیعت علمای اسلام ګوند مشر ویلي، د پاکستان استخباراتي او امنیتي ادارې د خلکو امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي او د خپلې دندې پر ځای د پاکستان په سیاسي چارو کې پر لاسوهنې بوختې دي.
د پاکستان جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي: «د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې د عامه امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلې دي. دغه ادارې د خلکو د امنیت ټینګولو پرځای په سیاسي چارو کې پر لاس وهنې مصروفې دي او یوازې له پېښو وروسته پرغندلو اتکا کوي.»
د نظامي چارو شنونکی حکمتالله حکمت پاکستان کې د روان وضعیت په اړه وایي: « د اسلام آباد پروني عملیات د «ایاسای» د هغو پېچلو څو هدفيزو عملیاتو څخه دي، چې دوی غواړي خپل مخالفین تورن کړي، د پاکستان د ولسونو پام بلې خواته واړوي او قومي تفرقه واچوي. په ټول باور سره ویلی شم چې پروني عملیات د «ایاسای» له لوري تنظیم شوي وو؛ ولې خوشبختانه نړۍ هغه نړۍ نه ده، چې د پاکستان استخباراتو په دغسې ترهګرو بریدونو باندې باور وکړي او د دوی خبره واوري.»
ځيني ملتپال سياسون بيا وايي، چې د سیمې لپاره امنیتي خطر پیښوونکې ترهګرې ډلې پاکستان زېږولي او په خبره يې د پاکستان پوځ بيا د ياډو له امله د لاسه وتونکي وضعيت کنټرولو پر ځای خپل سياسي مخالفان او په خيبرپښتونخوا کې ملتپال شعوري اقشار په نښه کوي.
ملتپال سیاسيتوال؛ افراسیاب خټک وایي: «دنیا او سیمې ته امنیتي ګواښ رامنځته کوونکې خطرناکې ډلې او ترهګریز سازمانونه پاکستان زېږولي دي او پاکستان دولت او پوځ د وسلهوالو ډلو پرضد د مبارزې پر ځای پر سیاسي مخالفانو سختي تطبیق کړې ده.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر بیا په اسلاماباد کې وروستۍ چاودنې ته په غبرګون کې ویلي، چې د اوسني وضیعت د سمولو يوازینۍ لار د نوموړي په ټکو د پاکستان استعمار پر وړاندې د ولس درېدل دي.
منظور احمد پشتین وايي، پاکستان په اسلام اباد کې یوازې د سولهییزو لاریونونه مخه نیولی شي، نه د بریدونو. د نوموړي په وینا روان وضیعت د دوی د سیاستونو ثمره ده، چې قرباني یې عام خلک دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي: «د پاکستان پوځي حکومت په اسلام اباد کې د سولهییزو لاریونونو مخه نیولی شي، خو په یوه جومات کې د برید مخه نه شي نیولی. د پاکستان په استعماري جګړه کې د درد، او ښکو او وینې قرباني بېوزله ولس ورکوي؛ خو بیا ډالر، فابريکې او ټاپوګان د دغه هېواد د پوځي جنرالانو برخه ده. په پاکستان کې د استعمار یوازېنۍ حل لار د پوځ پر وړاندې په ښکاره ډول د ولس درېدل دي.»
شنونکي بیا وايي، په پاکستان کې روان امنیتي وضیعت د دغه هېواد پوځي رژیم د هغو ناسمو تګلارو او پالیسیو پایله ده، چې له لسیزو راهیسې یې غوره کړې. دوی وايي، که پاکستان په خپل دریځ کې بدلون رانه وړي، نو په دغه هېواد او خيبرپښتونخوا کې به روانه جګړه لا پسې پراخه شي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود په دې اړه وایي: «د پاکستان روانه پالیسي چې متاسفانه خپله امنیتي کمزوري یا خلکو سترګو کې خاوري اچول یې پایله ده او پړه یې پر یوه يا بله ډله اچوي؛ نو زما په اند ښه به دا وي چې پاکستان په خپله اساسي تغير راولي. د ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د یوې متمدنې رابطې لاره خپله کړي او که چېرې دوی په خپلو پالیسیو کې تغير رانهوړي؛ زه فکر کوم چې دا به نه لومړۍ چاودنه وي او نه هم وروستۍ.»
د اسلام اباد په یوه جومات کې له چاودنې وروسته، چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې، په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې د ګڼې ګوڼې له ځایونو ځان لرې وساتي او همدا راز په عامه غونډو کې له ګډون کولو هم ډډه وکړي.












