سره زر چې ثابته پانګه بلل کېږي، په دې وروستیو کې یې بیې په نړیوالو بازارونو کې په چټکۍ ښکته پورته کېږي.
کابل کې زرګران وايي، له تېرې نږدې یوې اوونۍ راهیسې د سرو زرو په بیه کې کمښت راغلی چې ورسره د سرو زرو مارکېټونه او د دوی کاروبار اغېزمن شوی.
دوی زياتوي، د سرو زرو د بيو له ټيټوالي سره عام خلک هم زیانمن شوي او په خبره یې، هغوی چې سره زر یې پېرلي وو، اوس یې د زیات تاوان د مخنیوي لپاره بېرته وپلورل.
زرګر بهرامالدین وايي: « لس یا پنځه لس ورځې وړاندې سره زر په نړیوالو بازارونو کې د یوه اونس(۳۱.۱۰ ګرامه) په کچه تر ۱۳ سوو ډالرو لوړه وه. اوس له پنجشنبې ورځې راهیسې د یوه اونس په کچه ۱۲۰۰ ډالر را وغورځېده. دغه کار زرګرانو او پېرودونکو دواړو ته لویه ضربه ورکړه.»
زرګر سید نور شاه وايي: « له تېرې پنجشبې ورځې راهیسې د سروزو هر اونس بیه تر ۱۲۰۰ ډالرو پورې ښکته راغلې، خو نن ورځ بېرته تر ۴۰۰ ډالرو پورته لاړه. زموږ پر کاروبار یې اغېز ډېر دی، ځکه کله چې نرخونه ثابت نه وي، هېڅوک نه پوهېږي چې په څو یې وپېري او په څو یې وپلوري. په دې کې څوک ګټه او څوک تاوان وکړي.»
دغه زرګران وايي، له هغه وروسته چې په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیې راټیټې شوې، ګڼ شمېر پېرودونکي ورغلي چې ځینو پرې سره زر پلورلي او ځینو بیا ترې پېرلي دي.
د دوی په خبره، دا چې په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیه ثابته نه ده، نه دوی او نه هم پېرودونکي پوهېږي چې سره زر واخلي او که یې وپلوري؟
زرګر بهرام الدین په دې اړه وايي: « دا سمه ده چې سره زر پخه پانګه ده، خو بیا هم په بازار کې ګډوډۍ سبب کېږي چې ځینې خلک تاوان وکړي.»
په ورته مهال، د افغانستان زرګرانو ټولنه بیا په یو ځلي توګه د سرو زرو د بیې ټیټېدو لامل په نړۍ کې سیاسي کړکېچونه یادوي او په خبره یې، د هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونو زیاتوالی او کموالی د سرو زرو د بیو په ښکته پورته کېدو اغېز لري.
د افغانستان زرګرانو ټولنې رییس حاجي بشیر احسانزاده وايي: « د نړۍ په کچه روان سیاسي تحولات سبب شوي چې د سرو زرو نرخونه هم ښکته پورته شي. د دې ګډوډۍ لامل د نړۍ په کچه سیاسي تحولات دي او دا ډول ښکته پورته کېدل زموږ په مارکېټونو هم منفي اغېز لري.»
دا مهال د کابل په بازارونو کې یو ګرام ۲۲ عیار سره زر له ۱۰ زره افغانیو پورته پلورل کېږي.