Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/05

د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ پاشدان بند چې د اوبو له مهمو زېرمو څخه شمېرل کېږي، د وروستیو ورښتونو له امله په کې د اوبو کچه لوړه شوې ده.

په دې بند کې د اوبو کچې لوړېدو نه یوازې د کرنې او اوبو مدیریت په برخه کې هیلې راټوکولې دي بلکې د بند ساحه یې د سیمې اوسېدونکو لپاره په زړه راښکوني تفریحي ځای بدل کړی.
ګڼې کورنۍ، ځوانان او د طبیعت مینه‌وال د ارام، تفرېح او ښکلي طبیعي چاپېریال څخه د خوند اخیستو لپاره پاشدان بند ته ورځي او له طبیعت یې خوند اخلي.

د هرات اوسېدونکی عبدالرازق وايي: « دا د ټول ملت ګټه شتمني ده، یوازې زه نه بلکې ټول خلک خوشاله دي. دلته باید نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي او د خلکو تفرېح ته مناسب ځایونه جوړ شي.»

د هرات اوسېدونکی شریف احمد وايي: « دا بند زموږ د ټولنې ملي پانګه ده او موږ یې باید په ساتلو کې ونډه واخلو. دلته د هرات خلک او د نورو ولایتونو خلک د تفرېح لپاره راځي او خوند اخلي.»
دا بند د خلکو لپاره د مېله ځای ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو زېرمو ډکولو په تړاو هم د خلکو هیلې را ژوندۍ کړې دي.
د هرات اوسېدونکی عبدالمجید وايي: « په دې بند کې راټولې شوې اوبه د هرات ترځمکې لاندې اوبو تغذیه کولو کې هم مهم رو ل لري. همدارنګه دا ځای د خلکو لپاره یو غوره تفرېح ځای هم دی.»

بله خوا  مسوولین وایي، د پاشدان بند د ساتنې او ښه مدیریت لپاره هڅې دوام لري. د دوی په خبره، هڅه کوي د بند شاوخوا د خلکو تګ راتګ او تفرېح لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو له خلکو هم غوښتنه کوي چې د بند شاوخوا پاکوالي ته پاملرنه وکړي او د خوندیتوب اصول په پام کې ونیسي.

د پاشدان بند د ساتنې انجینرۍ ټیم غړی سراج الدین خالد اغا وايي: « زه ټولو خلکو ته سپارښتنه کوم چې دلته د تفرېح لپاره راځي، بند ته له غورځېدو دې ځان وساتي.»

پاشدان بند چې د هرات ښار ۲۵ کیلومټرۍ کې موقعیت لري، د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو زېرمه کولو ترڅنګ، د دوه مېګاواټه برېښنا او ۱۳ زره هکټاره ځمکې خړوبولو ظرفیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist