د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ د مالګې کان ته غځېدلي سړک د بیارغونې کارونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شول.
چارواکي وايي، دا سړک چې نږدې ۱۵کیلومټره اوږدوالی لري، د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د دوو کلونو په موده کې بیارغول کېږي.
د کانونو او پټرولم وزارت ویاند همايون افغان وايي: « دا سړک ۱۴.۲ کیلومټره اوږدوالی لري چې د یوه نیم کال په اوږدو کې به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.»
د قراردادي شرکت استازی سهراب عثماني وايي: « په دې پروژه کې د ۱۴.۲ کیلومټره سړک قیر اچونه شامله ده چې په بشپړېدو سره به یې نه یوازې د سیمې خلکو ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي بلکې د اندخوی مالګې کان سپړلو چارې به هم ورسره چټکې شي.»
په دې اړه جوړولو شویو مراسمو ته د خبرو پر مهال د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو وویل، اسلامي امارت د کانونو معیاري استخراج ته ژمن دی او هڅه کوي چې په نورو ولایتونو کې هم د مالګې کانونو استخراج په قرارداد ورکړي.
د کانونو او پټرولم وزارت لوی مشاور مولوي مطيع الله حقاني وايي: « د کانونو وزارت په رسوبي مالګو کې همدا یو کان په قرارداد ورکړی مګر اوس په پلان کې ده چې په هرات او نیمروز کې هم د رسوبي مالګې کانونه په قرارداد ورکړي.»
د فاریاب کانونو رییس محمد عارف عارفي وايي: « د ابوسعید استخراجي شرکت مکلف دی چې په لومړیو دوو کالو کې د مالګې د استخراج حجم تر ۳۰۰ زره ټنو او له هغه وروسته ۴۵۰ زره ټنو ته لوړ کړي.»
بله خوا، د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د پانګونې لپاره هر ډول شرایط برابر دي او دوی هم له پانګوالو سره هر ډول ملاتړ کوي.
فاریاب والي عبدالاحد فضلي وايي: « هر هغه شخص او شرکت چې په دې ولایت کې پانګونه کوي، ولایتي اداره سل په سلو کې ورسره همکاري کوي او د ولایت دروازې د دوی پرمخ خلاصې دي.»
په فاریاب ولایت کې د میمنې، درزاب او اندخوی مالګې د درېیو کانونو د استخراج چارې، نږدې دوه کاله وړاندې د ۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۵ کلونو لپاره د یما پټرولیم خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې.
د دې کان قراردادي شرکت مسوولین وایي، تېرکال د اندخوی مالګې له کان څخه شاوخوا ٩٢ زره ټنه مالګه استخراج شوې او سږ کال اټکل کېږي چې دا کچه به ۲۰۰ زره ټنو ته پورته شي.