Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/03

له پاکستان د سوداګریزو لارو له تړلو وروسته، داخلي توليداتو ته د خلکو پاملرنې پانګوال هڅولي چې د خپلو تولیداتو کچه لوړه کړي.

په کندهار کې د چرګ غوښې د تولید يو خصوصي شرکت هره مياشت شاوخوا يو نيم ميليون د غوښينو چرګوړي تولیدوي.

د دې شرکت مسوولين وایي، پر دې شرکت ۵ ميليون ډالره پانګونه شوې، خو بیا هم بسنه نه کوي. دوی د تخم لرونکو هګيو تولیدولو د فارمونو ډېرېدو غوښتنه کوي.

د چرګوړو د تولیدي شرکت مسوولی محمد ادريس وايي: « وطن دانه سنتي کمپنۍ کې د میاشتې یو نیم میلیون چرګوړي تولیدېږي.  موږ په دې برخه کې ۳۰ سلنه له داخلي هګیو او ۷۰ سلنه له بهرنیو هګیو ګټه اخلو. د اسلامي امارت په همغږۍ تجاران هڅول شوي چې لا ډېره پانګونه وکړي. زموږ اساسي غوښتنه داده چې حکومت زموږ ملاتړ وکړي.»

بله خوا، د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وایي، هره مياشت په دې ولايت کې نږدې ۲ ميليونه د غوښو لپاره چرګوړي تولیدېږي او دا کچه د کندهار د فارمونو ۷۰ سلنه اړتيا پوره کوي.

مسوولين زياتوي، دا مهال د کندهار فارمونه ۳ ميليونه چرګوړو ته اړتيا لري او تمه شته چې په نږدې راتلونکي کې دا  اړتيا پوره شي.

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وياند محمد حنيف حقمل وايي: « په کندهار کې موږ د هګیو له ټولو فارمونو څخه ټوټال ۱ میلیون او ۹۵۰ زره چرګوړي تولیدوو، خو دا د کندهار ۷۰ سلنه اړتیا پوره کوي. په کندهار کې اوس هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړو ته اړتیا ده.  دا مهال په کندهار کې د غوښو د تولید لپاره ۲۱۰ فارمونه لرو.» 

د دې تر څنګ، په دې فارمونو کې په کار بوخت کسان وایي، دوی په هېواد کې خپلو خلکو ته کار کوې او له دې امله ډېر خوښ دي. دا کارګران غوښتنه کوي چې نور پانګوال دې هم په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د چرګوړو د یوه خصوصي شرکت کارکوونکی محمد عابد وايي: « زه ډېر خوښ یم چې هېواد کې راته د کار زمینه برابره شوې. زه له نورو پانګوالو هم غوښتنه کوم چې راشي او په خپل هېواد کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د یوه بل خصوصي شرکت کارکوونکی عبدالرفېع وايي: « دا خدای شکر دی، زه ډېر خوښ یم چې هېواد کې راته کاري فرصت برابر دی. موږ په خپل هېواد کې د خپلو خلکو لپاره خواري کوو.»

په کندهار کې دا مهال سلګونه د غوښينو او هګۍ اچوونکو چرګانو فارمونه شته چې تولیدات یې د کندهار ترڅنګ د هېواد نور ولايتونه ته هم استول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي
اقتصاد

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist