د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت په کابل کې لسګونه ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نيولي.
د دې وزارت مسوولین وايي، یاد مواد په عمده توګه د پلورلو په موخه د کابل ښار اړوند په قصبې سیمه کې په یوه ګدام کې ځای پر ځای شوي وو.
دوی خبرداری ورکوي چې که له دې وروسته څوک تاريخ تېر توکي د خرڅلاو لپاره وساتي، له سپارښتنې پرته به زندان ته واچول شي.
د امربا المعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي: « دا په لسګونه ټنه توکي دي، د دې موادو لوی ګودام د خیرخانې په سیمه کې دی. امربالمعروف وزارت له دې وړاندې هم دا ډول کمپاینونه کړي او دا ځل هم د شعبان له پيل څخه دا کمپاین شروع شوی او په روژې مبارکه میاشت کې به لا جدي شي.»
د مسوولانو په خبره، له دې وړاندې په ورته قضيو کې نيول کېدونکو کسانو ته یوازې سپارښتنه کېده، خو له دې ورسوته به د تاریخ تېرو توکو د ساتنې او پلورنې پر جرم نيول کېږي او زندان ته به اچول کېږي.
سیف الاسلام خیبر په دې اړه وايي: « هو، د احتکار او سود د مخنیوي مسوولیت د امربالمعروف وزارت دی او د قانون له مخې دا دنده محتسبینو ته سپارل شوې ده. کله چې له پاکستان سره ستونزه پیدا شوه او لارې وتړل شوې، دلته د توکو په بیه کې لوړوالی محسوس شو. امربالمعرفو وزارت زرګونه ټنه خوراکي توکي چې د احتکار په موخه ساتل کېدل، ونیول او عاملین یې محاکمو ته وسپارل شول.»
د امربالمعروف وزارت مسوولین دا مني چې د روژې میاشتې پرمهال ځينې سوداګر او دوکانداران د توکو بيې په خپلسرې توګه لوړي، خو ډاډ ورکوي چې د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت محتسبين به له ځينو اړوند ادارو سره په همغږۍ په ښار کې د توکو د بيو څارنه وکړي.