Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/01

د پاکستان پوځ له لوري په ځينو قبايلي سيمو کې روانو عملياتو ملت‌پال خوځښتونه او په ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ لا قهرولی او دغه عمليات يې د پښتنو ځپلو لپاره د پوځ هدفي هڅه بللې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د خپلې ارزونې له مخې وايي، تېرکال په خيبرپښتونخوا او قبايلي سیمو کې د پاکستان پوځ له ۳۰۰ زيات بريدونه کړي چې اکثريت قربانيان يې ښځې، ماشومان او بوډاګان وو.

د پښتين په خبره، د پاکستان پوځ د عملياتو په پلمه قبايلي اوسېدونکي وژني، له خپلو مېنو يې بې‌ځايه کوي او شتمنۍ يې لوټي. نوموړی په تيرا کې روانو عملياتو ته په اشارې ویلي، د افريديو په شمول دې ټول پښتانه د پوځ هر ډول عملياتو پر وړاندې کلک ودرېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي: « تاسو به په ۲۰۲۵ کې لیدلي وي چې له ۳۰۰ څخه پورته داسې پېښې وشوې چې په کې عام خلک، ماشومان، تور سرې، سپین ږیري او کورونه په نښه شوي. دلته په داسې حال کې پر خلکو بمونه غورځول شوي چې په خپلو کورونو کې ویده یا ناست دي. دوی دېته ټارګېټ اپرېشن وايي.»  

پښتين د خيبر جرګې غوښتنې د پښتنو د کړاوونو کمولو لپاره مهمې بولي او زياتوي، که يادې غوښتنې منل شوې وای، د پښتنو پر وړاندې شته ناخوالو مخنيوی کېدای شو. هغه پر ځينو سياسي ګوندونو له دې امله نیوکه چې ګني په خيبرپښتونخوا او قبايلو کې د عمومي عملياتو په ځای د داسې هدفمندو عملياتو پلوي کوي چې په خبره يې، يوازې او يوازې ملکيان په کې وژل کېږي.

پښتين د پاکستان له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو نيول کېدل غندي او وايي، ياد کسان د دې هېواد په زندانونو کې سخت شکنجه کېږي.

منظور احمد پښتین وايي: « راځئ په شریکه د دوی د مرکز (اسلام اباد) په طرف له دې کډو او بېځایه شویو سره لاړ شو او د دښتو په ځای په موټروې او پخو ځایونو کې واړوو. کله چې د دوی نظام او ساحه ونیول شي، هغه وخت به پر دوی بوج راشي، ستاسو شرطونه به ومني او خپلو مېنو ته به ځې.»

منظور پښتين په قبايلو کې د پاکستاني پوځ له لوري د روانو تحرکاتو پر وړاندې د پښتنو پر ګډ اعتراض ټينګار کړی او په تيرا کې يې د خلکو بې‌ځايه کېدلو ته په اشارې زياته کړې، د هر ډول پوځي عملياتو پر وړاندې دې ټول پښتانه يو موټی شي او سوله‌ييزه مبارزه دې پيل کړي.

منظور احمد پښتین په دې اړه ویلي: « زموږ ملي احساس به کله راژوندی کېږي؟ او پښتنو ځوانانو! که خبره یوازې د تیرا وي او نور وس مو هېڅ نه رسېږي، پر خواله رسنیو خو احتجاج وکړئ؛ میډیا هم کولی شي پر دوی فشار راوړي. دا چې د پنجاب وزیر لګیا وو او سپیناوی یې کاوه، همدا لږ د میډا زور و.»

شنونکي هم په قبايلي سیمو کې د جعلي ترهګرۍ په نامه د پښتنو بې ځایه کول له نړیوالو قوانینو د پاکستان پوځ ښکاره سرغړونه بولي او له نړۍ غواړي چې پر پاکستان فشار ډېر کړي، ترڅو له ورته پالیسيو لاس په سر شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الله جامع وايي: « موږ نه یوازې دا جنایت غندو بلکې پر مسوولو بشري سازمانونو او بشرپاله هېوادونو باندې غږ کوو چې د پاکستان د پوځ مخنیوی وکړي، خپل غږ پورته کړي او د  تاریخ په دې حساس پړاو کې د پښتنو له مظلومیت، بشري او انساني حقونو دفاع وکړي او ترڅنګ یې ودرېږي.»  

د منظور احمد پښتین دا وروستۍ څرګندونې داسې مهال دي چې له تېرو څو اوونیو راهیسې په ځانګړې توګه په تېرا کې د پاکستان پوځ عملیات پیل کړي او په لومړي پړاو کې يې له دې سیمې څه باندې ۷۰ زره ځايي اوسېدونکي له خپلو مېنو بې‌ځايه کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist