هرات ښار کې د نفوسو له زیاتوالي سره هممهاله، نقلیه او ټرانسپورټي وسایط هم تر بل هر وخت زیات شوي. ښاریان شکایت کوي چې خلک خپل وسایط ډېر کله د روغتیایي مرکزونو، پلورنځیو او عامه ځایونو مخې ته د سړک پر سر دروي او نورو ته مزاحمت کوي. د هرات ښار مسوولان هم په ښار کې د لارو بندېدو او ښاري بې نظمۍ رامنځته کولو اصلي لامل همدا د سړک پرمخ پاکېنګونه بولي.
د هرات ټرافیکو مدیر شېرمحمد حجازي وايي: « کوچني موټر او زرنج موټرسایکلونه په ښار کې ګرځې، توکي یې بار کړي وي او بیا یې د سړکو پر سر پلوري. دا هېڅ ډول اصول او قانون نه دی؛ باید له موږ سره د ټرافیکو اصول رعایت شي. زه خبرداری ورکوم چې که له دې وروسته مې د سړک پر سر د چا نقلیه واسطه ولاړه ګیره کړه او یا دا چې دوکانداري یې په کې کوله، واسطه یې ترې دروو او بیا به د شکایت حق نه لري.»
بله خوا، هرات ښاریان وایي په ښار کې د پارکېنګونو نه شتوالي له امله موټر چلوونکي اړ دي چې د سړکونو پر سر خپل موټر ودروي. دوی له مسوولینو غواړي چې په ښار کې معیاري تم ځایونه او پارکېنګونه جوړ کړي.
هرات اوسېدونکی عبدالرحیم وايي: « د پارکېنګ شته والی ښه دی خلکو ته سهولت رامنځته کوي، خو د پارکېنګ ځای باید مشخص وي، نه دا چې د سړکونو په سر پارکېنګ جوړ شي.»
هرات اوسېدونکی گل احمد وايي: « اساسي ستونزه دا ده چې دوکانداران، مارکېټ لرونکي او د هغوی مشتریان خپل وسایط د سړکونو په سر د دوکانونو مخې ته پارک کوي. دوی د نورو خلکو ستونزې په پام کې نه نیسي او حکومت باید د دوی پر وړاندې ګامونه پورته کړي.»
همدارنګه، د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، تر اوسه د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې څو معیاري پارکېنګونه جوړ شوي او هڅه کوي د نورو پارکېنګونو په جوړولو سره، د موټرچلونکو لپاره اسانتیاوې برابرې او په ښار کې د ګڼه ګوڼې او لارو بندېدو ستونزې راکمې کړي.
د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر ارمل وايي: « د غیر معیاري او خپلسرو پارکېنګونو ټولول او په ښار کې د معیاري پارکېنګونو جوړول په پام کې دي. همدارنګه په هغو تجارتي ځایونو کې چې نوي جوړېږي، باید پارکېنګ ورکړل شي. همدارنګه له وړاندې جوړ شوي تجارتي ځایونه هم باید د خپلو او مشتریانو وسایطو ته پارکېنګ جوړ کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې ښاري سړکونو له تنګوالي او راسته شټرېنګ لرونکو موټرو زیاتوالي سره، په هرات کې ټرافيکي پېښې هم د تېر په پرتله زیاتې شوې دي.