Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/01

ننګرهار کې د یوه خصوصي پوهنتون د فراغت په مراسمو کې له لوړو زده‌کړو تازه فارغ شوي ځوانان وايي، ورځ تربلې يې شمېر زیاتېږي، خو برعکس کاري فرصتونه خورا کم دي او دا سبب شوي چې دوی او نور ځوانان د لوړو زده کړو  انګېزه له لاسه ورکړي.

دوی زياتوي، په ورستیو کې د بشري او ټولنیزو علومو اړوند پوهنځيو له لوستلو سره د ځوانانو علاقه کمه شوې او لامل يې دا دی چې له فارغېدو وروسته ورته په يادو څانګو کې کار نه پيدا کېږي.

د لیسانس دورې فارغ التحصیل رازي ګل وايي: « حقوق، ادبیات، ژورنالېزم او ځینې نور هغه پوهنځي دي چې مینه وال او زده کوونکي یې ورځ تر بلې کمېږي. داسې پوهنتونونه هم شته چې دا پوهنځي یې لغو کړي دي.»

له پوهنتون تازه فارغ شوی خالقیار وايي: « د ابیاتو، حقوقو او اقتصاد پوهنځي د سقوط په حال کې دي. له دولت غوښتنه کوو چې دغو څانګو ته پاملرنه زیاته کړي، ترڅو ترې فارغو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»

تازه فارغ شوی محصل عبد الباسط وايي: « له پوهنتونونو څخه د فارغېدونکو ځوانانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، خو کار نه شته. هیله ده دغو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.»

په همدې حال کې ځینې پوهنتونونه هم مني چې اوسمهال بشري علومو کې د محصلینو جذب انداره نهایت کمه شوې او که دا حالت دوام وکړي، نو د مسوولانو په خبره يې، ښايي یادې څانګې په بشپړ ډول وتړل شي.

د خصوصي پوهنتون رییس طارق کمال وايي: « له بده مرغه د بشري علومو په ټولو پوهنځیو او په ځانګړې توګه د ژورنالېزم په پوهنځي کې د محصلینو شمېر ډېر کم شوی او ورځ تر بلې لا پسې کمېږي.»

ځايي مسوولان بیا وايي، حکومت په ټولو برخو کې ځوانو کادرونو ته اړتیا لري او هڅه یې دا ده چې کاري فرصتونه ورته ایجاد کړي.

دوی زیاتوي، لوړو زده‌کړو ته د ځوانانو هڅولو په موخه له خصوصي پوهنتونو سره د فیسونو کمولو په اړه هم تفاهم ته رسېدلي او ورسره به لوړو زده‌کړو ته د ځوانانو لاسرسی زيات شي.

د ننګرهار والي سلاکار سمېع‌الله سمون وايي: « انشاالله دوی ته به د نظام په داخل کې کاري فرصتونه هم برابر شي، په دې اړه خبرې او کار روان دی. همدارنګه، د فیسونو په تړاو به د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د لوړو زده کړو لپاره هم په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.»

لوستي ځوانان داسې مهال د کاري فرصتونو غوښتنه کوي چې ورځ تر بلې په هېواد کې له پوهنتونونو د فارغېدونکو کسانو شمېر زیاتېږي، خو د کاري فرصتونو کموالي له امله ډېری هغه یې حتا په ناقانونه توګه کډوالۍ ته هم اړ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist