Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/01

بلوڅ بېلتون غوښتونکو د شنبې سهار د پاکستان پوځي رژيم په ضد د «هیروف» په نوم پراخو پوځي عملیاتو سره پیل کړ.

په هیروف عملیاتو کې د بلوچستان پر مرکز کوېټې سربېره، په نوشکي، مستونګ، ډالبندين، کلات، خاران، ګوادر، پسني، تمپ او بوليده کې د پاکستاني ځواکونو پر مرکزونو بریدونه وشول. پر خواله رسنيو لاس په لاس کېدونکو ويډيوګانو کې ښکاري چې د بلوڅانو د ازادۍ پوځ(بي‌اېل‌اې) په بريدونو کې له پرمختللو وسلو، بې ‌پيلوټه الوتکو او سرتېرو بريدونو کار اخستل شوی او په دې توګه يې نوشکي، مستونګ، خاران او ځينې نورې سيمې په بشپړ او يا قسمي توګه تر خپل کنټرول لاندې کړې دي.

تر اوسه په دې اړه خپرو شویو راپورونو کې دا نه دي ويل شوي چې ايا پاکستاني ځواکونه له بلوڅ بېلتون غوښتونکو بېرته د يادو سيمو پر نيولو بريالي شوي که نه؟

په دې خونړيو بريدونو کې پاکستاني ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر لسګونه کسان ښودل شوی، خو دا شمېرې متفاوتې دي. د دې بريدونو له امله پاکستان په بلوچستان کې بېړنی حالت اعلان کړی او چارواکو يې ادعا کړې چې د هند په همکارۍ ترسره شويو بریدونو کې۳۷ بلوڅ بېلتون غوښتونکي او لس پاکستاني عسکر وژل شوي.

د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بگټي ویلي: « نن سهار وختي ترهګرو د خپلې سقوط په حال کې روحيې د حفظولو لپاره د پاکستان په مختلفو سيمو بريدونه کړي. خو د بلوچستان پوليسو او اېف سي ځواکونو له لوري په ګډه دغه هڅې ناکامې شوې او تر اوسه ۳۷ وسله‌وال وژل شوي.»

د دې بريدونو له امله په کوېټې ښار کې د روغتيايي، ښوونيزو، ټرانسپورټي او مخابراتي خدمتونو په شمول نږدې ټول عامه خدمتونه درول شوي دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکو د یوې ویډیو په خپرولو سره د پاکستان د هغې ادعا برعکس چې په افغانستان کې يې د بلوڅ‌ بېلتون غوښتونکو ډلو د مشرانو موجوديت په اړه کړې وه، د بلوڅانو د ازادۍ پوځ مشر بشير زېب بلوڅ ښکاري چې په بلوچستان کې تازه بريدونه رهبري کوي. نوموړی د پاکستان ضد خپل بریدونه بې سارې بولي او له عامو بلوڅانو د همکارۍ غوښتنه کوي.

د بلوڅانو د ازادۍ پوځ مشر بشير زېب بلوڅ وايي: « نن د قربانۍ ورځ ده. له بلوچستانه د پنجاب پوځ او د پنجاب دولت ايستل پيل شول. په بلوچستان کې د دښمن هېڅ عسکر او هېڅ بنسټ بايد پاتې نه شي. بلوڅانو! له کورونو راووځئ او د ملي ازادۍ په دې جګړه کې د خپلو خويندو او وروڼو ترڅنګ چې په هيروف۲ عملياتو کې ونډه لري، ودرېږئ. تاريخ به د دوی ماتې ثبت کړي. هغوی چې ځان بايلي او ځان ګټي تاريخ ليکي؛ بلوڅان ګټونکي دي.»

د بلوڅانو ازادۍ پوځ په مستونګ کې د څو حکومتي ادارو په نيولو سره داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په ياده سيمه کې له ۳۰ زيات زندانيان له زندان ازاد کړای شوي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف دې بريد ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې وسله‌والو په بلوچستان کې په ۱۲ سيمو بريدونه کړي. کورنيو چارو وزير محسن نقوي يې هم بيا په دې بريدونو د لسو پوليسو وژل کېدل تایيد کړي.

شنونکي دا بريدونه د پاکستان تبعيضي پالیسيو پايله ګڼي او وايي، دامهال له ډيورنډ  کرښې پورې غاړه مېشت ولس او بلوڅان د پاکستاني له پوځي رژيم تر پوزې راغلي.

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « بلوڅ بېلتون غوښتونکي ورځ تر بلې مخکې روان دي. زه په دې باور یم هغه جګړه چې د پاکستاني جنرالانو له خوا پر بلوڅان تپل شوې، دا جګړه به د بلوچستان په ازادۍ پای ته ورسېږي»

د بلوڅانو ازادۍ پوځ د ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې د پاکستان ضد هيروف عملياتو لومړنی پړاو پيل کړی و چې په پايله کې يې د بلوڅانو د ازادۍ پوځ د ادعا له مخې ۱۳۰ پاکستاني عسکر ووژل شول او پر دې سربېره يې په لويو لارو، ځينو سيمو او ان حکومتي ودانيو هم د ۲۰ ساعتونو لپاره کنټرول ترلاسه کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist