Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لېنډسي او احمد شکیب لیدنه کې پر امنیتي مسایلو او د ښځو پر حقونو خبرې شوې

د لېنډسي او احمد شکیب لیدنه کې پر امنیتي مسایلو او د ښځو پر حقونو خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/22

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړی استازی دا مهال په اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت پر سفير سربېره، له ځينو پاکستاني چارواکو سره په ليدنو بوخت دی.

ریچارډ لېنډسي پرخپله اېکس پانه لیکلي، د اسلامي امارت له سفير سره يې د سيمې پر امنيتي مسايلو سربېره، افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د حکومت د پالیسيو پر اغېزو هم خبرې کړې.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي وړاندې لیکلي: « په پاکستان کې د افغانستان له سفیر سردار احمد شکیب سره په لیدو خوښ شوم. موږ د سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو او د ښځو او نجونو په اړه د اسلامي امارت د پالیسیو د اغېز په اړه بحث وکړ.»

په اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت سفارت بيا د دې ليدنې په اړه جزیيات نه دي خپاره کړي او نه هم حکومت د ښځو او نجونو په اړه پر بحث شویو مسايلو نظر څرګند کړی.

خو له دې وړاندې چارواکو ډاډ ورکړی چې د ښځو ټول حقونه تامين شوي او ان تر دې چې هغه حقونه هم ورکړل شوي چې په خبره يې، وړاندې ترې محرومې وې.

بله خوا، ځينې زده ‌کوونکې نجونې تمه لري چې راتلونکي پسرلي کې به له شپږم ټولګي پورته د تعليم او تحصيل اجازه ورکړل شي.

همدارنګه، د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي په اسلام‌اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره هم ليدلي او د افغانستان پر اړوند مسايلو یې ورسره خبرې کړې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د دې لیدنې په اړه ویلي: « موږ د وروستیو سیمه‌ییزو امنیتي پرمختګونو او پراخو امنیتي ننګونو په اړه هم نظرونه تبادله کړل. موږ د ګډو اندېښنو د حل او سیمه‌ییز ثبات د ودې لپاره د دوامداره همکارۍ او همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.»

شنونکي که څه هم تعليم او تحصيل د نجونو حق بولي، خو د دې مخالف دي چې په خبره يې، ځينې هېوادونه دې په ورته برخو کې د اندېښنو په مطرح کولو سره د افغانستان په کورنيو چارو کې د مداخلې هڅې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « نړۍ او د نړۍ مشران باید له افغانستان سره په داسې مسایلو خبرې وکړي چې حل او فصل یې نړیوال مشکل وي نه د افغانستان خپل داخلي مشکل. اسلامي امارت کورنۍ ستونزې له خپلو خلکو سره په مشوره حل کوي. نړیوال باید په دې هم فکر وکړي چې د افغانستان ملت د دوی د بندیزونو او محدودیتونو له امله ستونزو سره مخ دی.»

له دې وړاندې حکومت هم د ښځو او نجونو د حقونو اړوند مسايل کورني ياد کړي او د ځينو هېوادونو له لوري يې په مکرره توګه مطرح کېدل، په کورنيو چارو کې د مداخلې هڅه بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist