Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

چین په افغانستان کې د خپلو وګړو، پروژو او بنسټونو د لا زيات خونديتوب غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/21

د چین د بهرنیو چارو وزارت په کابل پر يوه رسټورانټ له چاودنې وروسته چې د دغه هېواد يو وګړی پکې وژل شوی او ۲۰ نورو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، په افغانستان کې د خپلو وګړو د لا زیات خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
بېجېنګ له اسلامي امارت غوښتي چې په افغانستان کې د چینايي وګړو، د دغه هېواد پروژو او بنسټونو په امنيتي خونديتوب کې جدي ګاومونه واخلي.
دچین بهرنیوچارو وزارت ویاند ګوجیاکون وايي: « چین هر ډول ترهګري په کلکه غندي او مخالفت یې کوي. بېجېنګ له افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د ترهګرۍ پرضد ګډې مبارزې ملاتړ کوي او له افغان حکومت غواړي، چې د هغو چینايي وګړو، چې په افغانستان کې په پراختیايي پروژو کې د کار کولو لپاره حضور لري او په دغه هېواد کې د چینايي بنسټونو د امنیت ټینګښت په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.»
په همدې حال کې اسلامي امارت وايي چې په کابل کې د چاودنې عاملان نيسي او مجازاتوي يې. کورنیو چارو وزارت ټولو بهرنیو وګړو، په کابل کې سیاسي استازولیو او په تیره بیا هغو بهرنیو وګړو ته چې په افغانستان کې پیل شویو سترو پروژو کې کار کوي د امنیتي خونديتوب ډاډ ورکوي.
د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « موږ ټولو ته ډاډ ورکوو او په ځانګړي ډول بهرنیو وګړو، سیاسي استازولیو چې دلته او هغه سترې پروژې چې په افغانستان کې پیل شوې د ټولو امنیت په ښه ډول تامینېږي.»
شنونکي بیا وايي، په دې وروستیو کې د افغانستان او ځینو هیوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې پراخې شوې او دغه څه ځيني استخباراتي کړۍ نشي زغملای.
دوي وايي نړۍ اوس په دې پوه شوې چې په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی خو په کابل کې وروستۍ چاودنه هغو استخباراتي کړیو کار دی چې غواړي له دغې لارې له نورو هېوادونو سره د کابل اړیکې خرابې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « نړۍ پر دې باندې اوس ښه پوهېږي چې په افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت بهتره ده، ځینې وخت چې پېښې رامنځته کېږي نړۍ ورباندې پوهېږي چې دغه پېښې د کومو سیمه‌ییزو استخباراتو کړیو له خوا کېږي، هغوی هڅه کوي چې د افغانستان کومې اړیکې د سیمې له سترو هېوادونو سره جوړ شوي دوی څرنګه د ناباور فضا رامنځته کړي، زما په اند د افغانستان ثبات او امنیت نه یوازې د افغانانو بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی.»
د کابل په شهرنو کې د دوشنبې ورځې چادونې مسوولیت داعش ډلې منلی خو په تړاو يې د امنيتي ارګانونو پلټنې پای ته نه دې رسېدلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist