Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنې وزارت راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو وېش پیل کړ

کرنې وزارت راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو وېش پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/20

هېواد ته د راستنو شویو کډوالو لپاره د لنډ مهاله او اوږد مهاله اسانتیاوو برابرولو لپاره د اسلامي امارت د روانو هڅو په لړ کې، دا ځل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پر کډوالو د نغدي او خوراکي مرستو وېشلو لړۍ پیل کړه.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر بغلان ولایت ته د سفر پر مهال، راستنو شویو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه ویلي، د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم، راستنېدونکو کډوالو ته د نغدي او د خوراکي مرستو په لړ کې د نغدو پیسو او غنمو وېش، له دې ولایت څخه پیلوي.

د هغه په خبره، له ۲ زرو زیاتو کسانو ته ۲۰۰ کیلوګرامه غنم او هر یوه کس ته ۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي.

عطاالله عمري زیاته کړې، هېواد ته د راستنو شويو کډوالو د ستونزو حل د اسلامي امارت ملي او شرعي مسوولیت دی او دغه راز، د ټولو راستنو شویو کډوالو درناوی، ملاتړ او د ستونزو حل د دوی حق دی.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري وايي: « دا طریقه او پوهاوی په پام کې ونه نیول شول بلکې د فشار د یوې وسیلې په توګه ترې کار واخستل شو. زموږ هغه کډوال او مهاجرین چې له ډېرو کلونو راهیسې په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت وو، په ډېر زحمت او زیار سره یې ځان ته کور او استوګنځای جوړ کړی و یا یې د کور او ځان لپاره وسایل او وسایط پېرلي وو، ټول ترې پاتې او هېواد ته په جبر را ستانه کړای شول.»

په ورته مهال، د بغلان والي د راستنو شویو کډوالو د ستونزو هواري لپاره د مرکزي حکومت له اقداماتو د هرکلي ترڅنګ، د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اړتیا ټینګار کوي او وايي، هڅه کېږي مستحق کسان وپېژندل شي او په پوره روڼتیا مرستې ور ووېشل شي.

بغلان والي عبدالرحمن حقاني وايي: « د مهاجرینو عالي کمیسیون ته سپارښتنه شوې چې له مهاجرینو سره مرسته وکړي؛ دا چې هر کار خپل اداري پروسیجر او د شفافیت لپاره طی مراحل لري، نو دا څو ورځې همدلته په بغلان ولایت کې مرکزي او ولایتي مسوولین په دې بوخت وو چې مستحق کډوال په ګوته کړي.»   

له بلې خوا، له ګاونډیو هېوادونو یو شمېر راستانه شوي کډوال له دوی سره د اسلامي امارت له خوا د کېدونکو نغدي او خوراکي توکو د مرستو وېش له پیل کېدو خوښي څرګندوي، خو په ورته وخت کې له نړیوالو سازمانونو د لا زیاتو او په تېره بیا د سرپناه په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.

یو تن راستون شوی کډوال وايي: « موږ ته یې هېڅ هم را نه کړل بلکې زموږ خپل مالونه هم په نیمه بیه لاړل، موږ یې تش لاس را وشړلو.»

یوبل راستون شوی کډوال وايي: « له حکومت غوښتنه کوم چې موږ ته د ځای او ځمکې راکړي. زموږ ځمکې په قوش تېپې کانال کې لاړې، یوه لوېشت هم پاتې نه شوه.»

له دې وړاندې، د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي وو چې د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان سره سم، هېواد ته په جبر راستانه کړای شویو شاوخوا درې زرو کورنیو ته د ځمکو ویش لړۍ پیل شوې ده.

له دې وړاندې په ننګرهار، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې د راستنو شویو کډوالو د سرپناه ستونزې هوارولو لپاره د اسلامي امارت له خوا ځانګړې شویو ځمکو وېش لا پخوا پیل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist