دغې ډلې ويلي، چې د شهرنو په ګل فروشۍ کوڅې کې يې د کړې چاودنې موخه او هدف په سيمه کې موجود چينايي وګړي وو.
د کابل امنيتي مسوولان هم مني چې په پېښه د يوه چينايي وکړي وژل کېدو په شمول شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دوشنبې په ورځ شاوخوا درې بجې د کابل ښار اړوند په ګلفروشۍ کوڅه کې د افغانانو او چینايي وګړو په ګډ رسټورانټ کې چاودنه رامنځته شوه چې د مسوولانو په خبره د یوه چینايي وګړي په شمول شپږو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي وو.
دغه رسټورانټ د مسلمانو چینايي وګړو او افغانانو له لوري مدیریت کېده او د معلوماتو له مخې د افغانانو په شمول مسلمان چینايي وګړي هم راتلل او د هغوی لپاره پکې خواړه چمتو کېدل او له تېرو دوو کلونو راهیسې فعالیت کاوه.
د یادې چاودنې یو عیني شاهد شمشاد ته د خپل سترګې لېدلی حالت داسې څرګندوي: « دغه چاودنه چې وشوه زه په دوکان کې دننه له چوکۍ هاخوا وغورځېدم، پنځه شپږ دقیقې په هوښ نه وم چې څه پېښ شول، قوې چاودنه وه خو د الله جل جلاله په فضل زیات زیان مو نه دی لېدلی، مالي تاوان یې اړولی، مالي تاوان جبران کېدلای شي او بېرته به پر پښو ودرېږو.»
کابل له کلونو راهيسې د ارام ساه اخلي، خو د دوشنبې په مازېګر په کې شوې چاودنې یو ځل بیا ځینې میندې بورې او ګڼ ماشومان يې د پلار له تودې غېږې بې برخې کړل.
زینب او یحیی چې ښځه او ميړه دي، دواړه په دغې پېښه کې برسېرن ټپيان شوي او د پېښي رامنځته کېدو کيسه کوي.
د رسټورانټ مسلمان چینايي کارکوونکی یحیی وايي: «زه یو مسلمان چینايي وګړی یم، ما له خپلې میرمنې سره په دغه رسټورانټ کې کار کاوه، زه په کار بوخت وم چې چاودنه وشوه، زه نور په ځان نه یم پوهېدلی چې روغتون ته یې لېږدولی وم.»
د رسټورانټ مسلمانه چینايي کارکوونکې زینب وايي: « زه یوه مسلمانه یم، ما په کابل کې په دغه رسټورانټ کې له خپل خاوند سره کار کاوه.))
د کابل امنيتي مسوولان وايي، په دغې پېښه کې د يوه چينايي وګړي په شمول د ۶ کسانو ژوند بايللی او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. د دوی په خبره، دا نه معلومه شوې، چې چاودنه څه ډول او د چا لخوا شوې ده، خو ډاډ ورکوي، چې په اړه يې پلټنې روانې دي.
د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي: « رسټورانټ د یوه چینايي مسلمان عبدالمجید او د ده مېرمن او افغان عبدالجبار محمود له لوري په ګډه چلول کېده، عبدالمجید د چین شین یانګ ایالت مسلمان اوسېدونکی دی، دلته به د چینايي مسلمانانو لپاره خواړه تیارېدل او پلورل کېدل، پر دغې چاودنه کې یوه چینايي تبعه ایوب چې مسلمان هم وو او شپږ افغانان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي، چاودنه له پخلنځای سره نږدې شوې، د چاودنې نوعیت په اړه پلټونکو ډلو څېړنې پیل کړې دي چې لا بشپړې نه دي.»
په دې چاودنه کې د عبدالمجید په نوم د وژل شوي چینایې وګړي د جنازې لمونځ کابل کې ادا شو د معلوماتو پربنسټ نوموړی به په چین کې خاورو ته وسپارل شې.
بلخوا داعش ډلې د یوي اعلاميي په خپرولو سره د پېښې مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې په یاده چاودنه کې يې چينايي وګړي هدف ګرځولي دي.