Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د تازه مېوې کاروباریان: د تازه مېوو لپاره مو نوې لارې او بازارونه موندلي

هرات کې د تازه مېوې کاروباریان: د تازه مېوو لپاره مو نوې لارې او بازارونه موندلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/20

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې لاهم تړلې دي، په هرات کې د تازه مېوو کاروباریان وايي، د مېوو د صادراتو لپاره یې بدیلې لارې او نوي بازارونه موندلي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې له تېرو څه باندې درېیو میاشتو راهیسې له هغه وروسته تړلې پاتې دي چې کله د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.

د هرات د تازه مېوو کاروباریان وايي، اوس مهال د افغانستان تازه مېوه د دې ولایت د بندرونو له لارې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

سوداګر خلیل احمد وايي: « پخوا مې خپلې مېوې د پاکستان ښارونو اسلام اباد او لاهور ته استولې، خو کله چې لاره بنده شوه بیا مو د افغانستان ولایتونو ته لېږدول پیل کړل؛ اوس مو نوې لارې موندلې او د منځنۍ آسیا هېوادونو او روسیې ته یې صادروو.»

سوداګر عبدالناصر نبي زاده وايي: « د بدیلو لارو په فکر کې یو او یو شمېر مېوې مو اوس ازبېکستان ته صادرې کړې دي، همدارنګه ترکمنستان، قزاقستان، هندوستان او نورو هېوادونو ته صادرېږي. له بدیلو لارو تازه صادرات پيل شوي او کرار کرار به نورو هېوادونو ته هم صادرات پيل شي.»

د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو لپاره د بدیلو لارو او بازارونو موندلو سربېره، د تېر په پرتله د تازه مېوو بیې ټیټې دي او دغه کار د سوداګرو پرعوایدو منفي اغېز کړی.

دوی وايي، که د مېوو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې شي، نو د مېوو د حاصلاتو زیانمنېدو مخنیوی به هم وشي.

مېوه پلورنکی محمد رفېع ولي ‌زاده وايي: « موږ ډېرو سړو خونو ته اړتیا لرو؛ دولت باید له ۵ تر ۱۰ ټنو ظرفیت لرونکې سړې خونې جوړې کړي، ترڅو له هېڅ هېواد څخه د مېوې واردولو ته اړتیا ونه لرو. که سړې خونې ولرو، موږ کولی شو خپلې مڼې تر بل فصل پورې وساتو.»

مېوه پلورونکی عبدالقیوم وايي: « د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوم چې لا ډېرې سړې خونې جوړې کړي. که موږ سړې خونې ولرو، بارونه مو نه خرابېږي. موږ له دې وړاندې ایران څخه مڼې واردولې، خو اوس یې نه واردوو؛ ځکه په دې محدودو سړو خونو کې مو خپلې مڼې ساتلې دي.»

په ورته مهال، هرات کې د تازه مېوو پلورونکو ټولنې مسوولان وایي، روان کال نږدې ۲۲ زره ټنه تازه میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې؛ حال دا چې هرات د شاوخوا ۲۲۰ زره ټنه تازه مېوو د صادرولو ظرفیت لري.

د دوی په خبره، که د صادراتو لپاره اسانتیاوې زیاتې او د ساتنې امکانات برابر شي، نو دا سکټور کولی شي د هېواد په اقتصاد کې لا زیات مثبت رول ولوبوي.

هرات کې د تازه مېوو پلورونکو ټولنې رییس عبدالاحد هدایت رحماني وايي: « سږ کال ۲۲ زره ټنه مېوه صادره شوې چې دا بس نه ده؛ ځکه موږ تر ۲۲۰ زرو ټنو د صادراتو ظرفیت لرو. که تاسو همدا اوس په هرات کې ټولې شخصي او دولتي سړې خونې وګوری، په وطني مڼو او انارو ډکې دي او ښه کیفیت هم لري. که چېرې دا مېوې ګاونډیو هېوادونو ته صادرې شي، د نږدوالي له امله به یې ګټه ډېره وي.»

له دې ټولو سره، د هرات ځایي چارواکي وایي، هڅه کوي د توکو لېږد رالېږد په موخه د پاکستان بدیلې لارې پراخې او د صادراتو زیاتوالي لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات محلي ادارې تل د دې ولایت له بندرونو څخه ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو هڅه کړې. هغو ستونزو ته په کتو چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو لارو کې راپيدا شوې دي، د اسلامي امارت چارواکي بریالي شوي چې د اسلام کلا بندر او هرات – خواف رېل کرښې له لارې د تجارت سطحه لوړه کړي. همدارنګه هڅې روانې دي چې له دغې لارې د تجارت لپاره نور سهولتونه هم برابر شي.»

دا په داسي حال کې ده چې هېواد کې د سړو خونو نه شتوالي له امله ډېری وخت بڼوالان د تازه مېوو خرابېدو له امله خپل ترلاسه شوي حاصلات په ټیټه بیه پلوري، مګر اوس د اړتیا پرمهال د کېلو او مالټو په څېر یو شمېر تازه میوې له ایران او هند څخه واردېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist