Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اهل تشیع دیني علماوو او قومي مشرانو له اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ

اهل تشیع دیني علماوو او قومي مشرانو له اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/20

د اسلامي نظام استحکام او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع تر سرلیک لاندې ولسي غونډه کې، د اهل تشیع دیني عالمانو او قومي مشرانو له خوا د اوسني نظام ملاتړ اعلان شو.

دغو علماوو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې وویل، د نظام استحکام لپاره اړتیا ده چې د خلکو ترمنځ د ملي یووالي ټینګښت ته کار او دغه راز، د کرکې مخنیوی وشي.

ديني عالمانو او قومي مشرانو اوسنی امنیت او ثبات د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په ګټه وباله او په خبره يې، هېوادونو ته په کار ده چې په افغانستان کې د ثبات له پياوړتيا سره د همکارۍ په موخه، اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.

دیني عالم حسن فاضل زاده وايي: « نن ورځ موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې نظام او حکومت یې سرتاسري امنیت ټینګ کړی او پر خپلو پولو کنټرول لري. د دې ټولو زحمتونو، لاسته راوړنو او بریاوو جایزه دا ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه راشي او له دې نظام سره تعامل ته ننوځي او زموږ حکومت په رسمیت وپېژني.»

د اهل تشیع عالي کمیسیون ریيس محمد علي اخلاقي وايي: « شیعه مذهب وګړي چې په مختلفو سیاسي، اقتصاي او فرهنګي، مدیریتي او ټولنیزو برخو کې ښه ظرفیتونه لري، چمتو دي چې د اسلامي امارت د استحکام لپاره له خپلو سني مذهبه وروڼو سره ودرېږي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هلو ځلو ونه سپموي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « سیاسي خپلواکي، اقتصادي پرمختګ، سرتاسري امنیت، سیاسي ثبات او همدارنګه نرمې جګړې ته پاملرنه، د یوې ټولنې او نظام د پياوړتیا او پرمختګ سبب کېږي چې له نېکه مرغه دا ټول د اسلامي امارت په نظام کې شته دي.»

د غونډې ګډون کوونکو د سراسري امنیت ټینګښت، د ځواکمن مرکزي حکومت رامنځته کېدل، د نشه‌یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه، د ټولو معتادینو درملنه، د اداري فساد او زورواکۍ له منځه وړل او د خلکو ترمنځ د یووالي ټینګښت، د اسلامي نظام له سترو لاسته راوړنو یاد کړل.

په همدې حال کې، د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت چارواکي وايي، په اسلام کې هېڅ ډول ژبنی او سمتي تعصب او تبعیض ځای نه لري او ټولو افغانان دې خپل یووالی وساتي.

د پوهنتون استاد ناصر وايي: « د اسلامي امارت لاسته راوړنې ډېرې زیاتې دي، لکه سرتاسري امنیت ټينګول، د یوه مقتدر مرکزي حکومت جوړول، د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق مخنیوی، په نشه يي توکو د روږو کسانو درملنه او بېرته د کورنۍ غېږ ته استول، د اداري فساد، چور، چپاول او اختلاس له منځه وړل او د زورواکۍ ختمول یې تر ټولو سترې لاسته راوړنې دي.»

د امرباالمعروف، نهې عن ‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي معین نورمحمد حقاني وايي: « قومیت په الهي قانون کې ځای نه لري. اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله جغرافیا کنټرول لري او همدا الهي نسخه مخکې وړي چې باید خلک له یوبل سره اختلاف او تفرقه ونه لري.»

د ديني عالمانو او روحانیونو شورا ریيس مولوي زرمحمد حقاني وايي: « دلته د الله قوانین حاکم دي، که څه هم په ما اوتاسو کې ګناه شته او رانه کېږي به، خو الله تعالی دې راته عفوه وکړي. د اسلامي نظام مقصد دا دی چې د ګناهونو مراکز به نه وي او ختموي به یې.»

له بلې خوا، د اقتصاد وزارت بيا وايي، افغانانو توده جګړه ګټلې؛ خو په خبره يې، اوس یې پر وړاندې استخباراتي او تبلغاتي جګړه پیل شوې چې باید پر وړاندې یې یو موټی پاتې شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « د افغانستان د خلکو او اسلامي نظام پر وړاندې نرمه، شناختي او ترکیبي جګړه زموږ د دښمنانو له خوا ترلاس لاندې نیول شوې. دا زموږ ټولو دنده او مسوولیت دی چې د دې جګړې پر وړاندې هم په متحدانه او همغږې توګه ودرېږو.»

په ټوله کې، د غونډې ګډون کوونکو د اسلامي نظام د استحکام او بقا لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ او له بهر مېشتو افغان پانګوالو یې وغوښتل چې اوس په هېواد کې امنیت ټینګ دی او د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او باید د هېواد د ابادۍ لپاره ترې ګټه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist