د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی د باجوړ قومي مشرانو او د پارلمان یو شمېر غړیو ګډې جرګې ته په خبرو کې د پاکستاني ریاست پر پالیسیو نیوکه کړې او وايي، په دې سیمه کې د پاکستان پوځ پالیسۍ ناکامې دي او له همدې امله به خيبرپښتونخوا هېڅکله د دغو ناسمو پالیسیو برخه نه شي.
سهیل افریدي زياته کړې، په ۲۰۱۸زېږدیز کال کې یاده سیمه له سولې او ټیکاو برخمنه وه، خو په خبره یې، د پاکستان اسټبلېشمنټ په قصدي هڅو هلته وضعیت خراب کړ.
نوموري دغه راز ویلي، د خيبر پښتونخوا په تړاو د بندو دروازو ترشا کېدونکې پرېکړې نه یوازې دا چې حالت نه سموي بلکې وضعیت لاپسې پېچلی کوي.
د افریدي په باور، خیبر پښتونخوا کې سوله او ټیکاو هغه مهال ځای نیولی شي چې په مهمو پرېکړو کې قومي مشرانو او د دې سيمې چارواکو سره سلا مشورې وشي.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی زیاته کړې: « د خیبر پښتونخوا حکومت به هېڅکله د ناکامې پالیسۍ برخه نه شي. په سیمه کې دوامداره سوله هغه مهال راتلی شي چې پرېکړې له قومي مشرانو او ایالتي حکومت سره په همغږۍ وشي.»
په دې اړه د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې، د جرګې یو شمېر برخه والو هم د پښتونخوا په مهمو مسایلو کې د یوه داسې مکانېزم رامنځته کېدو غوښتنه کړې چې له مخې یې ټولې خواوې واحد نظر ته راکښل شي او ورسره حالات عادي کېدو خواته روان شي.
په راپور کې دغه راز ويل شوي، د جرګې برخه والو د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی په ياده سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د روانو عملیاتو په مخنیوي کې په بې واکۍ تورن کړی.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د ښاغلي افریدي دا څرګندونې چې د خیبرپښتونخوا په مسایلو او پرېکړو کې باید د سیمې قبایلي او ځايي مشران شامل وي، زما په اند ډېره موجه غوښتنه ده او باید همداسې وشي.»
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د خیبرپښتونخوا قومي مشرانو او چارواکو هېڅکله د يادې سيمې په اړه په مهمو پرېکړو کې رول نه دی لرلی او نه شي کولی د پښتونخوا په شمول، په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ د پرېکړو او عملیاتو مخنيوی وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « که چېرې د پنجاب مرکزي حکومت راځي او هلته عملیات کوي، نورې پرېکړې کوي، د دوی برخلیک ټاکي او نوې پالیسي ګانې جوړوي، باید د دوی رضایت او موافقه په کې وي. د دوی هر ایالت ځانته پارلمان لري، خپل تشکیلات او وزیراعلی لري او خپلې داخلي پرېکړې په خپله کوي. که چېرې موضوع بهرنۍ پالیسي او سیاست وي، په دې کې هم د دوی نظر غوښتل کېږي او پرېکړه مرکزي حکومت کوي.»
د خیبرپښتونخوا اعلی وزير سهیل افریدي داسې مهال د خیبرپښتونخوا په تړاو د پاکستان پوځ پر پالیسیو او پرېکړو نیوکه او په سلامشورو کې د برخه لرلو غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ له تېرو څو اوونیو راهیسې په تیرا دره، کرمه ایجنسۍ او یو شمېر قبایلي سیمو کې پراخ نظامي عملیات پیل کړي او هلته ځايي اوسېدونکي له خپلو مېنو بې ځايه کوي.
بل پلو، تېره اوونۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم په تیرا کې روان عملیات زور او ظلم بللی و او د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی یې هلته د پيټياېم مشرانو او پښتنو په مسئله کې پر ډبل سټنډرډ یا دوه ګوني سیاست تورن کړی و.