Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي همکاریو سازمان ناسته راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې جوړېږي

د اسلامي همکاریو سازمان په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه تخنیکي غونډه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/19

د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي همکاریو سازمان د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تماس ډلې په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه تخنیکي غونډه کړې.

په یاده غونډه کې د قطر په استازیتوب د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي هم ګډون کړی و او د افغانستان وضعیت په اړه یې د ګډ او متوازن چلن اړتیا مطرح کړې.

دې قطري چارواکي د اسلامي همکاریو سازمان د قوانینو په چوکاټ کې د افغانستان لپاره بېړنۍ بشري مرستې، مسوولانه سیاسي تعامل او د افغانانو د غوښتنو پر ملاتړ هم ټینګار کړی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت  د ځانګړي استازی د دفتر لومړی منشی خالد عبدالعزیز الخلیفي وايي:«  قطر باور لري چې دا غونډه یو مهم فرصت برابروي څو تخنیکي ارزونې شریکې شي، هڅې همغږې شي او عملي سپارښتنې جوړې شي چې د وزیرانو د تماس ډلې اغېزناک او یو موټي عمل وړتیا پیاوړې کړي. همدارنګه باید ووایم چې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې بهیر کوربه‌توب د قطر د دې ټینګې عقیدې له مخې دی، چې رغنده خبرې اترې د سولې تر ټولو اغېزناکه لار ده.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:« موږ دغه شان ناستو کې د افغانستان حضور غوښتونکي یو، څو له خپل دریځ استازولي وکولای شي او د افغانستان وضعیت ښه تشریح کړي او له دې لارې د افغانستان په اړه نیول کېدونکې پرېکړې موثر او اغیزناک تمام شي. د خپل دوست او ورور هېواد قطر له دریځ نیولو مننه کوو چې واقعا یې په افغانستان کې کلیدي مسایلو ته اشاره کړې. افغانستان چې تازه له جګړو راوتلی، همکاریو او پیوستون ته اړتیا لري، باید په هره برخه کې هر اړخیزې مرستې ورسره وشي. »

فطرت د نړۍوالو هڅو په لړ کې د افغانستان قضیې په اړه د دوحې پروسه هم یو مهم ګام ياد کړی او همداراز یې هیله څرګنده کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان لومړنۍ تخنیکي ناسته به عملي او رغنده پایلې ولري.

د چارو څارونکي بیا پر قطر او په ټوله کې پر اسلامي هېوادونو نیوکه کوي چې له تېرو څو کلونو راهیسې يې د افغانستان په اړه یوازې پر خبرو او د اعلاميو پر خپرولو بسنه کړې .

د سیاسي چارو شنونکی کامران امان وايي:« قطر له موږ سره څه کړې، غیر له ډېپلوماتیکو اړیکو بل یې څه ګټه موږ ته رارسېدلې. ۱۰ یا ۱۲ ټنه مواد یې رالېږلي، پر دې باندې ۳۵ میلیونه کسان بسیا کېږي. دې هېواد کې ۵۰ کاله جګړه شوې. موږ له ۵۰ کاله وروسته یوې نسبي سولې ته رسېدلي یو.»  

د قطر بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو د تماس ډلې ناستې په اړه هیله څرګنده شوې چې دا به عملي او رغنده پایلې ولري، څو د اسلامي ورورولۍ روحیه انځور او د افغانستان پر وړاندې یو مسوول او ګډ چلن ته وده ورکړي.

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غړيو هېوادونو بهرنيو چارو وزیرانو د تماس ډلې لومړنۍ ناسته د روان کال د تلې میاشت کې پرېکړو پلي کولو لپاره د ګټور میکانیزم  جوړولو او د همکاریو پیاوړتیا په موخه په نیویارک کې ترسره شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist