Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنيو چارو وزارت: د نشه‌يي توکو قاچاق په تړاو مو پاکستاني قاچاقبران نيولي

کورنيو چارو وزارت: د نشه‌يي توکو قاچاق په تړاو مو پاکستاني قاچاقبران نيولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/18

کورنيو چارو وزارت افغانستان کې د نشه‌يي توکو  د کر او قاچاق مخنيوي هڅو په لړ کې خبر ورکوي چې يو شمېر پاکستاني قاچاقبر يې افغانستان ته د يادو توکو د قاچاق په تړاو نيولي دي.

دغه څرګندونې د ياد وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معين له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې کړې. دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د پاکستان تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې د نشه‌يي توکو د کرکيلې زياتېدو په اړه راپورونه هم خپاره شول.

عبدالرحمان منیر وايي، په يادو سيمو کې په پراخه کچه نشه‌يي توکي کرل کېږي او د حاصلاتو له ټولولو وروسته يې افغانستان ته د قاچاق هڅې هم څو برابره زياتېږي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معین عبدالرحمان منیر وايي: « له پاکستان سره بیا په ستونزو کې یو؛ د دوی له خوا نشه يي توکي زموږ خواته را واردېږي، موږ په دې تړاو د دوی قاچاقبر هم نیولي او مالونه مو ترې ضبط کړي. اوس هم له موږ سره پاکستاني قاچاقبر بندیان دي او په ټنونو مالونه یې پراته دي. زموږ او پاکستان ترمنځ ډېره اوږده فرضي کرښه پرته ده او د دې کرښې ساتنه او مخنیوی ډېر ستونزمن دی، که څه هم موږ خپله هڅه کړې ده.»

منير له دې امله د نشه‌يي توکو پر وړاندې د حکومت مبارزه مهمه‌ بولي او وايي، د يادو توکو کرنه او سوداګري د شريعت خلاف دي.

نوموړی د يادو توکو پر وړاندې د حکومت پرېکنده دريځ ته په پام وايي، هېواد کې ۹۸ سنله د نشه‌يي توکو د کرکيلې او کاروبار مخه نيول شوې او هڅه کېږي دا کچه صفر ته راټيټه شي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معین په دې اړه وايي: « اسلامي امارت له نشه يي توکو سره مبارزه یوه شرعي وجیبه او اسلامي وظیفه بولي. که چېرې هر نړیوال بنسټ یا هېوادونه له انصاف څخه کار واخلي، نو دا به ووايي چې موږ د نشه توکو د کرکیلې په مخنیوي او امنیت ټينګولو کې ۹۸ سلنه بریالي یو.»

ملګرو ملتونو هم په پرله پسې توګه په خپلو راپورونو کې د حکومت له لوري له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پايلې مثبتې ارزولې دي. دا هغه څه دي چې د چارو شنونکي يې هم تایيدوي.

د چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د افغانستان اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه یوه دا هم ده چې د ټول افغانستان په کچه یې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او استعمال مخنیوی کړی. دا په دې مانا نه چې په اسلام کې منع دي بلکې د دې لپاره هم دي چې دغه مواد د انسانیت لپاره خطر دی او په نړیواله کچه یې د مخنیوي لپاره کمپاینونه او مبارزه روانه ده.»

د چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د نړیوالو قوانینو او دغه راز د اسلامي شریعت له مخې، د نشه يي توکو کرکیله او قاچاق منع دي او د اسلامي اصولو له مخې جایز نه دي. د افغانستان اوسني حکومت په تېرو څلورنیمو کالو کې په دې اړه جدي مبارزه کړې. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال په راپور کې دغې موضوع ته اشاره شوې او د حکومت له هلو ځلو یې ستاینه کړې.»

د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معین بیا وايي، له دې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې نړیوالو یوازې ورسره د کاغذ پرمخ ژمنې کړې او هېڅ ډول عملي بڼه یې نه ده خپله کړې.

دی زیاتوي، بدخشان، هلمند او ننګرهار ته د نشه‌يي توکو د کرکیلې مخنیوي په موخه سفرونه شوي او بزګرانو هم ورسره ژمنې کړې چې ياد توکي به نه کري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist