Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې موټرو ته د نړیوالو نمبرپلېټونو وېش پیل شو

هرات کې موټرو ته د نړیوالو نمبرپلېټونو وېش پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/18

د ټرافیک پوليسو عمومي رياست په هېواد کې د هغو موټرو لپاره د نړیوالو نمبر پلېټونو وېش له هرات ولایت څخه پيل کړ چې نورو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.

د دوی په خبره، دغه ګام د موټرو د قانوني پېژندنې، د تګ راتګ د اسانولو او په پوله کې د ستونزو کمولو په موخه پورته شوی او ورسره به له ګاونډیو هېوادونو سره د تګ راتګ بهیر اسانه شي.

د ټرافیکو ریاست د تعقیب او پلټنې عمومي مدیر عبدالودود خیرخواه وايي: « د افغانستان د ټرافیکو مرکزي ریاست د هغو لارښوونې له مخې چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام له خوا ورته شوې، د افغانستان او ایران ترمنځ د مسافرو او بار لېږدوونکو وسایطو لپاره نړیوال نمبرپلېټ او د ګرځېدلو جواز[جواز سیر] ترتیب او د وېش لړۍ یې پیل کړي.»

بله خوا، موټر چلوونکي هم مني چې په دې سره به یې په ګډو پولو کې د تګ راتک ستونزې هوارې شي، خو غوښتنه کوي چې د نمبر پلېټونو د ویش بهیر دې لا چټک او لګښتونه دې يې راټيټ کړل شي.

د یوه ټرانزیټي شرکت مسوول الیاس حیدري وايي: « دا زموږ د هېواد لپاره یو نوی ویاړ دی او که خدای کول دا به د ټرانزیټ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

موټر چلوونکی سید عالم صدیقي وايي: « زما ټکسي موټر اوس اطرافي نمبر پلېټ لري، خو ټاکل شوې موږ ته نړیوال پلېټونه راکړل شي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د نمبرپلېټونو د وېش لړۍ اسانه، چټکه او ارزانه کړي.»

موټر چلوونکی غلام نبي یوسفي وايي: « د دغو پلېټونو او جواز سیر بیه باید دومره وي چې موټر چلوونکي یې د ورکولو وس ولري.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په لومړي ګام کې به په هرات کې ۶۰۰ مسافر لېږدونکو بسونو او ټکسي موټءو او ورپسې ۷ زره بار وړونکو لارۍ موټرو ته چې له ایران سره تګ راتګ لري، دا ډول نمبر پلېټونه ووېشل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist