په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت د اندېښنو په دوام، تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یو.اېن.اېچ.سي.آر) او د کډوالۍ نړیوال سازمان(آی.او.اېم) په یوه ګډ راپور کې ویلي، هلته د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې.
د راپور له مخې، یوازې د روان کال د جنورۍ له څلورمې تر لسمې نېټې په قبایلي سیمو، خيبرپښتونخوا، بلوچستان او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بندي بهیر د تېرو اوونیو په پرتله، ۱۸ سلنه زیات شوی. د راپور له مخې،۷۳ سلنه نیونې د بلوچستان په چاغۍ او پښین کې شوې او ۱۶ سلنه نورې د اسلاماباد په شاوخوا سیمو کې ثبت شوې دي.
د ملګرو ملتونو یادو ادارو همدارنګه ویلي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې د روان کال د جنورۍ تر ۱۰مې نېټې پورې، نږدې دوه میلیونه افغان کډوال له پاکستان، خيبرپښتونخوا او قبايلي سیمو په داوطلبه او جبري ډول افغانستان ته استول شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په راپور کې راغلي: « په ۲۰۲۵ زېږدیز کال له۱۳۰ زرو زیات افغانان په پاکستان کې نیول شوي او بندي شوي. اټکل کېږي چې د روان کال د جنوري له څلورمې تر لسمې نېټې به ۱۷۲۶ تنه افغانان په پاکستان کې نیول شوي او توقیف شوي وي. دا کچه د تېرو اوونیو په پرتله، ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغو نیونو له ډلې، ۷۳ سلنه په بلوچستان او ۱۶ سلنه نور په اسلاماباد کې شوې.»
د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په راپور کې دا هم راغلي چې پاکستان د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر وروستیو پورې د کډوالو جبري ایستلو په موخه، د څو نویو کړنلارو په صادرولو سره، زیانمنې ټولنې او په ځانګړي ډول جدي ناروغان، معلولین او میندواره ښځې لا زیانمن کړي دي.
په ورته مهال، یو شمېر راستانه شوي بیا وایي، د پاکستان پوځي رژیم د افغانانو نیولو او بندي کولو ترڅنګ، خپلسرې ځورونې کوي او ان هلته افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې خپلې شتمنۍ له ځان سره را ولېږدوي.
له بلوچستان راستون شوی افغان وايي: « زه په پاکستان کې زیږېدلی یم او هلته مې ۳۷ کاله ژوند کړی. پاکستان له موږ سره دومره ظلم وکړ چې په دغو ۳۷ کالو کې مو چې څه د ژوند لپاره برابر کړي وو، ټول یې رانه ستانه کړل او تش لاس یې را واړولو. اوس دلته افغانستان کې له حکومت او نړۍ غوښتنه کوم چې لاسنیوی مې وکړي.»
په همدې حال کې، حکومتي مسوولان په هېواد کې د راستنېدونکو لپاره د ژمنیو مرستو پر چټکتیا د ټینګار ترڅنګ، په ټول هېواد کې راستنو شویو ته له ۳ زرو زیاتو نمرو د وېش خبر ورکوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د دایمې مېشتېدنې کمېټې له لوري مهاجرینو ته د ځمکو وېش بهیر چټک شوی او تر دې مهاله ۳۴۶ نمرې ځمکې په مختلفو ولایتونو کې د مهاجرینو په مختلفو ښارګوټو کې په جبر اخراج شویو کورنیو ته وېشل شوې او نورو ته هم د وېش لړۍ روانه ده. د دې څنګ، د امیرالؤمنین د ځانګړي هدایت له مخې، په مختلفو ولایتونو کې له راستنو شویو مهاجرو سره د ژمنیو مرستو بهیر هم چټک شوی، خوراکي او غیر خوراکي توکي او نغدي مرستې هم په کې شاملې دي.»
بله خوا، د کډوالو د حقونو مدافعان د پاکستان له لوري د افغان کډوالو خپلسرو نیونو او جبري ایستلو زیاتېدل، د کډوالۍ له نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې بولي او له نړیوالو سازمانونو غواړي چې د کډوالو حقونو د تامين لپاره پر اسلاماباد فشار راوړي.
د کډوالو د حقونو فعال عبدالرزاق عدیل وايي: « اوسنی وضعیت د وګړو له ځای پرځای کولو ور هاخوا، یو پلان شوی انساني ناورین دی چې له بده مرغه افغان کډوالو څخه په کې د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي. ملګري ملتونو او د هغوی اړوند ادارې په درېیو حوزو کې مهم رول لري: لومړی، د جبري اخراج د مخنیوي او د کډوالو حقونو ته د درناوي په موخه د پاکستان پردولت د جدي ډېپلوماټیک او حقوقي فشار راوړل؛ دویم، د افغان کډوالو د خوندي او باعزته ستنېدلو تضمین؛ درېیم، په خپلو ټولنو کې د ستنېدونکو د ادغام لپاره د مناسبو شرایطو برابرول.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په داسې حال کې د روان کال په جنوري کې په خيبرپښتونخوا، قبايلو، بلوچستان او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او بندي کولو د زیاتوالي خبر ورکوي چې له دې وړاندې هم نړیوالو سازمانونو او د کډوالو حقونو مدافعانو، د کډوالو نیول او جبري ایستل د کډوالۍ له اصولو سره په ټکر کې بللي دي.