Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کار وزارت: حکومت هڅه کوي خلکو ته کاري فرصتونه او د فني زده کړو زمینې برابرې کړي

کار وزارت: حکومت هڅه کوي خلکو ته کاري فرصتونه او د فني زده کړو زمینې برابرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/15

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، اوس مهال د دوی اساسي تمرکز دا دی چې ځوانانو ته د کار او فني زده کړو زمینه برابره کړي.

د دې وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ د عصر نوین فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د ۱۴۱ کسانو فراغت غونډې ته وویل، هڅې روانې دي چې په ټول هېواد کې خلکو د کار او کسب امکانات برابر شي.

د کار او  ټولنیزو  چارو  وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د بېکارۍ کچې راټیټولو په موخه، د اسلامي امارت له راتګ څخه وروسته د کاري بازار د اړتیاوو او غوښتنو مطابق په ټولو ولایتونو کې د فني او حرفوي زده کړو مرکزونه فعال کړي او په مختلفو حرفو کې روزنه ورکوي. له نېکه مرغه، دا پروګرام ورځ تر بلې له ولایتونو څخه ولسوالیو ته غځېږي او هڅه دا ده چې د هېوادوالو او په ځانګړې توګه ځوانانو د مهارتونو په سمبالولو سره، د کار په بازار کې د بېکارۍ کچه راټیټه شي، هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي او ځوانان له عاید برخمن شي»

د کار او  ټولنیزو  چارو  وزارت د فني او حرفوي زده کړو رییس مولوي عبدالواحد فایز وايي: « زه هیله لرم کله چې تاسو نن له دې مرکز څخه فارغېږی، د خپل زده کړي کسب په وسیله ځان او کورنۍ ته حلاله روزي پیدا کړی او خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شی. افغانستان موږ او تاسو او دغه راز مسلکي کارګرو ته اړتیا لري.»

له دې مرکز څخه فارغو شویو کسانو د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې په څلورو جلا برخو کې فني او مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي چې په یاده غونډه کې ورته بري لیکونه ووېشل شول.

له دې دورې فارغ شوي کسان د هغه څه په اړه خوښي څرګندوي چې په دې دوره کې یې زده کړي، خو له حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.

فارغ شوی زده کوونکی  فردوس فیروز  وايي: « له حکومت مو غوښتنه دا ده چې دغې پروسې ته ادامه ورکړي، ترڅو ځوانان مسلکي زده کړې ترلاسه او د کار خاوندان شي.»

فارغ شوی زده کوونکی صفت الله ابراهیم خېل وايي: « زه له دې پروګرام ډېر خوښ یم او ډېر څه مې زده کړل.»

له فني زده کړو فارغ شوی حمزه ابراهېم خېل وايي: « ما دلته د ودانیو په برېښنا غځولو برخه کې زده کړې وکړې. زه له حکومت غوښتنه کوم چې د کار په پیدا کولو کې هم له موږ سره مرسته وکړي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا ځوانانو ته فني زده کړې داسې مهال ورکول کیږي چې په افغانستان کې بې روزګاري  یوه له جدي ستونزو ګڼل کیږي او ډېری خلک د کار موندلو په موخه ګاونډیو هېوادونو ته د تلو هڅه کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم په هېواد کې د بې روزګارۍ ستونزه مني خو وايي، دوی هڅه کوي چې په کور دننه او  بهرنیو هېوادونو کې خلکو ته  د کار مناسبې زمینې برابرې کړي.

د دوی په خبره، په ټول هېواد کې د حرفوي او فني زده کړو زمینې برابرې شوې او هڅه کېږي له دې لارې هم د بې روزګارۍ کچه راټیټه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist